سلګونه خوستیانو د ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون لاریون وکړ

د ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون د خوست د سلګونه اوسېدونکو یو انځور

په خوست کې سلګونه کسانو پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون لاریون وکړ.

دوی په بلوچستان کې د ارمان لوڼي وژنه وغندله او د هغه قاتلینو ته‌یې سزا وغوښته.

مظاهره‌چیانو د پښتنو د حقونو په ملاتړ شعارونه ورکول او د کوزې پښتونخوا له خلکو سره‌یې یووالی ښود.

" لر او بر یو افغان"

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي جنازه پرون د بلوچستان په کلا سیف‌الله کې وشوه، خو د افغانستان په څو ولايتونو کې ګڼو خلکو د هغه غایبانه جنازې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا «PTM» وايي چې ارمان لوڼی د پاکستان پولیسو وژلی، خو د بلوچستان د کورنیو چارو ايالتي وزیر وایي چې پر ارمان لوڼي د زړه حمله راغلې وه او ساه‌یې ورکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د لوڼي په جنازه کې وویل چې پښتنو ته زغم نه‌دی پاتې او دوی به هېڅکله د ارمان لوڼي له وینې تېر نه‌شي.