د کونړ اوسېدونکي: د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ ټول افغان ملت ولاړ دی

د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د کونړ د خلکو د غبرګون یو انځور

د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونو ځوانانو او دیني عالمانو په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مرکزي غړي ارمان وژنه وغندله او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې د پاکستان په استخباراتو فشار راوړي، څو په هغه هېواد کې د پښتنو له وژنو او ځورونو لاس واخلي.

یادو کسانو د لوڼې غایبانه جنازه وکړه او روح ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

د کونړ په مرکز کې د شهیدانو په پارک کې د یکشنبې په مازیګر لسګونو ځوانانو او دینې عالمانو په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو په لاسونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه تکړه غړي ارمان لوڼي وژنه وغندله، د پاکستان په چارواکو يې غږ وکړ چې د ارمان په څېر زرګونه او لکونه ځوانان دې ته چمتو دي چې د مظلومو پښتنو حقونو د ترلاسه کولو او د وژل شویو پښتنو پوښتنه وکړي.

د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د کونړ د خلکو د غبرګون یو انځور

راټولو شویو کسانو وویل چې دوی د هر جابر، ظالم، قاتل او د پښتنو ځورونکو خلاف ولاړ دي.

محمد خطاب وویل:

"همېشه زموږ تنکي تنکي ځوانان د خپل وطن او سرحد لپاره قرباني ورکوي، همېشه له موږ سره ظلم کېږي هم په افغانستان او هم په پاکستان کې، هر څوک چې وايي چې ګوندې افغانان د دوی په دسیسو نه پوهېږي، غلط شوي دي، ستاسو په استخبارتي چالونو او جنګونو زموږ بچی بچی پوه شوی دی، ان شاالله چې موږ به درنه د خپل حق پوښتنه کوو، که تاسو هر څومره پالېسۍ بدلې کړئ، تاسو موږ په وژنو او ځورونو نشئ اېل کولای."

مولي ضیاّالرحمن الله یار وویل، ټول افغانان د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره ولاړ دي.

الله یار وړاندې وویل:

"زموږ دغه وروڼه په پېښور،یا کوټه او یا بلوچستان کې یوه ډله، یو څو کسان او یا یو قوم نه دی، بلکې ټول افغان ملت دی او د دوی تر شا د یوې سترې جغرافیې اوسېدونکي ولاړ دي، دغه قدرت لویو لویو قدرتونو ته ماتې ورکړي او همدغه قدرت د پښتون ژغورنې غورځنګ په خوا کې ولاړ دی."

هغه وايي، هر حکومت چې د خپلو خلکو په وژنو او ځورونو لاس پورې کړي، دا يې د تباهۍ او نابودۍ ښکاره نښې دي او پاکستان به هم په نږدې راتلونکې کې د تباهۍ کندې ته پریوځي.

مولوي ضیاالرحمن وايي:

"هغه حکومت چې د خپل ولس په وژنه شروع وکړي، کوم ملت چې د خپلو اعضاو په پرې کولو او وژنو شروع وکړي، دا د دغو حکومتونو، قومونو او ګوندونو د زوال نښه ده، موږ په دې باوري یوو چې ډېر زر به ټول محکوم قومونه په پاکستان کې د تورې او ټوپک جهاد پیلوي، پاکستان به ړنګېږي او دغه مظلوم قومونه به یې له ظلم او جبره خلاصېږي.

راټولو شویو کسانو له نړیوالو وغوښتل چې باید د پاکستان په حکومت او پوځ فشار راوړي، څو په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو له ملاتړ او په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو او بلوڅو له وژنو او ځورونو لاس واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړی ارمان لوڼی

راټولو شویو کسانو د ارمان لوڼې غایبانه جنازه وکړه او د افغان خاورې په دفاع او ساتنه کې او د پښتون ژغورنې د غورځنګ ټولو وژل شویو کسانو روحونو ته يې د مغفرت دعاوې هم وکړې.

ارمان لوڼی تېره ورځ د بلوچستان ایالات د لورايي په سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا د وهلو ټکولو په نتیجه کې وژل شوی چې دغو وژنو د افغانستان او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې يې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

راپور: روح الله انوري