په روانه اوونۍ کې په کندهار کې یو صنعتي نندارتون جوړېږي

د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې په کندهار ولایت کې یو صنعتي نندارتون جوړ شي.

د دغې ادارې رئیس رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې چې د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې په نوښت جوړېږي، د نوموړي ولایت ټول تولیدات لکه، قیمتي ډبرې، طبي مواد، وسپنیز توکي، لاسي صنایع او نور نندارې ته وړاندې کېږي.

حاجي اغا وايي، په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره د ټولو زونونو سوداګر او صنعتکاران رابلل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د داشان ننداتونونو جوړل په هېواد کې دننه د کورنیو په ځانګړي ډول د کندرهار ولایت د تولیداتو پېر او بازار موندنې ته زمینه برابروي.