چارواکي: د کمال خان بند د جوړولو درېیم پړاو ۵۰ سلنه سرته رسېدلی

د نیمروز والي وايي چې د کمال خان بند د جوړولو درېیم پړاو ۵۰ فیصده سرته رسېدلی دی.

والي سید ولي سلطان ویلي چې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به د کمال خان بند د اوبو ذخیره کولو ته تیار شي.

ښاغلي سلطان پرون جمعه د فبرورۍ په لومړۍ نېټې ازادي راډیو ته وویل:

"د دې بند له جوړولو سره به ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه اوبه کېږي، د بند اوبه به د نیمروز اکثرو ولسوالیو ته په ۶ کانالونو کې ورسوي."

د نیمروز والي ویلي چې دا بند کولای شي چې دوو ولسوالیو ته برق ورکړي.