د بلخ چارواکي: له شمال زونه لاهم افغاني غالۍ په قاچاقي ډول بهر صادرېږي

یوه افغان نجلۍ د غالۍ اوبدلو پر مهال

په بلخ ولایت کې د افغاني غالیو د سوداګرو د ټولنې مسؤلان وايي چې په شمال زون کې تولیدېدونکې غالۍ په قاچاقي ډول بهر ته صادرېږي.

په بلخ کې د افغاني غالیو د سوداګرو د ټولنې مشر عبدالستار بېک‌زاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په شمال زون کې د ۴۰ زره تولیدکوونکو کسانو له‌خوا په کال کې کابو ۲ میلیونه متر مربع غالۍ تولیدېږي.

ښاغلی بېک‌زاد وايي چې د دې تولید شویو افغاني غالیو ډېری برخه په ډېر ټیټ قیمت او په قاچاقي توګه ګاونډي هېوادونو ته او له هغه ځایه د بل هېواد په نښه بیا نړیوالو بازارونو ته استول کېږي.

ښاغلي بېک‌زاد زیاته کړه:

"سره له‌دې چې د غالیو د لېږد لپاره ډېرې قانوني لارې شته، خو لا هم افغاني غالۍ په ډېر بې‌شرمانه توګه د اوسپنې په تول، په کیلويي توګه ګاونډي هېوادونو ته قاچاقېږي چې لا یې مخنیوی نه‌دی شوی."

ارشیف، یو غالۍ اوبدونکی

په بلخ ولایت کې د افغاني غالیو د سوداګرو د ټولنې مشر ازادي راډیو ته دا هم وویل چې په شمال زون کې د تولید شویو افغاني غالیو څخه یوازې ۱۰ سلنه په کور دننه کې پلورل کېږي او پاتې ټوله برخه یا په قانوني لارو او یا هم په قاچاقي ډول بهر ته ځي.

ښاغلی بېک‌زاد وايي چې د غالیو تر ټولو ډېر تولید د هېواد په شمال زون خاصتاً په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ترسره کېږي چې تر ټولو مشهورې غالۍ هم د خال محمدي، قزاق، قرقین، مرینوس، چکشي او قزل ایاق اندخويي په نامه یادېږي.

افغاني غالۍ د هېواد له عمده صادراتي توکو شمېرل کېږي چې په اروپا او امریکا کې د پلور ښه بازار لري.

د افغاني غالیو ډېر شمېر اوبدونکي د کورنیو جګړو پر وخت پاکستان ته مهاجر شول چې لا هم هلته د پاکستان د تولید په نښې سره د هغه هېواد په فابریکو کې افغاني غالۍ اوبدي.

د راپورونو پر بنسټ چې پاکستان هر کال نړیوالو بازارونو ته د دغو قالینو په صادرولو سره څه کم ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه کوي.

په‌داسې حال کې چې په بلخ کې د افغاني غالیو سوداګر ګاونډي هېوادونو ته د غالیو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي، درې ورځې دمخه د سوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صدیقي په بلخ کې سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې افغاني غالیو د با قانونه صادراتو لپاره به یوه نوې طرح جوړه کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی