د سالنګ لویه لار د درنې واورې سربېره د ټرافیکو پر مخ پرانېستې

ارشیف، د سالنګ سیمه

د سالنګ لویه لار د درنې واورې سربېره د ټرافیکو پر مخ پرانېستې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"د ټولو مسافر وړونکو او باري موټرو لپاره دا لویه لار پرانېستې ده، پرته له ټېلرونو چې هغه به هم په نوبت تېر شي، خو هوا، ژمي او یخني ته به ګورو چې تخنیکي شرایط سم وي بیا به‌یې په نوبت پورې باسو او هڅې به ورسره کوو."

ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې د اوس لپاره د سالنګ پر لویه لار ۲۵ سانتي متره واوره پرته ده.