په بلخ کې د پاکستان د قونسلګرۍ د فعالیت د بیا پیل هڅې پیل شوي

ارشیف، د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو په دې ولایت کې د پاکستان د قونسلګرۍ د فعالیت د بېرته پیلېدو هڅې پیل کړې دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا هڅې له ډیپلوماتیکو لارو پر مخ وړل کېږي.

ده وویل:

"له ډیپلوماتیکو لارو له هغوی سره خبرې روانې دي، هڅه مو دا ده چې دا قونسلګري بیا په لا ښه توګه خپل خدمات دلته پیل کړي، څو د افغانستان د شمالي برخو د اوسېدونکو چې ډېری یې د درملنې لپاره هغه هېواد ته ځي، ستونزې یې هوارې شي."

د بلخ د والي ویاند وایي، دغې قونسلګرۍ د افغاستان په شمال زون کې ۹ ولایتونو ته د ویزې خدمات وړاندې کول.

تر دې مخکې په بلخ ولایت کې د پاکستان جنرال قونسل سرفراز احمد ازادي راډیو ته ویلي وو چې د امنیتي ګواښونو له امله د دې ډیپلوماتیک بنسټ فعالیت بند شوی دی.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ادعا کړې چې د یکشنبې په ورځ‌یې یوه مېرمن چې غوښتل یې له یوه لاسي بم سره د ویزې اخيستو په بهانه د پاکستان قونسلګرۍ ته ورننوځي، نیولې ده.

د بلخ امنیه قومانداني وايي، له نیول شوې ښځې پلټنې روانې دي.