د کار او ټولنیزو چارو وزیر: اوس هم په هېواد کې ۲،۳ ميلیونه ماشومان کار کوي

ارشیف، یو افغان کارګر ماشوم

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې ۲،۳ ميلیونه ماشومان په کار لګیا دي.

په درنو کارونو کې د ماشومانو د بوختیا له کبله له پرله پسې اندېښنو وروسته د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تر اوسه هم په دغه هېواد کې ۲،۳ ميلیونه ماشومان ښوونځيو ته د تګ پر ځای په درنو کارونو لګیا دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د یکشنبې په ورځ د ماشومانو د کار په اړه د ملي ستراتيژۍ د معرفۍ غونډې ته وویل چې په ماشومانو کار د بشر د حقونو له اعلامیې ښکاره سرغړونه ده.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي

​ده زیاته کړه:

"رسمي شمېرې ښيي چې ۲،۳ ميلیونه ماشومان چې باید ښوونځيو ته ولاړ شي، د بېلابېلو لاملونو له کبله په کارونو لګیا دي، دلته ډېرې کورنۍ پر ماشومانو د کار په زیانونو نه پوهېږي چې وروسته بیا په ځوانۍ کې د رنګارنګ ټولنیزو او رواني ستونزو سبب ګرځي."

دغه وزارت له کاره د ماشومانو د راګرځولو په خاطر داسې ستراتيژي جوړه کړې چې له ۲۰۱۸مه تر ۲۰۳۰ کاله پورې وخت په بر کې نیسي.

ښاغلی ذکي وايي، د ژر نافذېدو په خاطر به دا ستراتيژي په نږدې راتلونکي کې د کابینې غونډې ته هم ولېږي.

دی وايي، د دغې ستراتيژۍ په تطبیق سره به تر ۲۰۲۵ کاله پورې د ماشومانو په وضعیت کې ښه والی راشي.

ناامني، بېوزلي او د کورنیو ناپوهي هغه مسایل یادېږي چې تر ډېره يې ماشومان په کارونو مجبور کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي، په هېواد کې د نافذه قوانینو تطبیق، له سرغړوونکو پوښتنه، د ملي او نړیوالو بنسټونو بسیجول، له کورنیو سره مرسته، د ښځو اقتصادي وړتیاوې لوړول او کارموندنه هغه مهم موارد دي چې په دغې ستراتيژۍ کې ځای ورکړل شوی دی.

له دې سره په افغانستان کې د کارګرانو د نړیوال سازمان رئیس منظور خالق د ستراتيژۍ په اړه په دغه غونډه کې هیله وښوده چې دا ګام به د ماشومانو حقونو ته پاملرنه ډېره کړي.

دی وایي:

"دا د خوشالۍ یو خبر دی چې د ماشومانو اړوند یوه ستراتژي د نافذېدو په لوري ځي او حکومت يې هم د تطبیق ژمنه کړې ده او مونږ هیله لرو چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ماشومانو د کار ستونزه حل شي او تمه لرم چې افغانان به يې په تطبیق بریالي شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو د اتحاديې رئیس معروف قادري دغې ستراتژۍ ته په مهم نظر ګوري او وايي چې دا د ماشومانو لپاره حیاتي رول لري.

د ده په وینا، درانه کارونه په ماشومانو کې د جسمي او رواني ستونزو سبب شوي چې د هېواد راتلونکې بشري پانګه ګواښي.

راپور: یوسف ځدراڼ