د غزني د مغلان اوسېدونکي د نجونو د تعلیم په برخه کې له ستونزو سره مخ دي

غزني ښار ته څېرمه د مغلان کلي اوسېدونکي وايي، د نجونو د ښوونې په برخه کې له مشکلاتو سره مخ دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، په څو کلیو کې یوه د نجونو لېسه لري، خو دغه لېسه نه‌احاطه لري او نه هم د ټولګیو له‌پاره خونې لري، په دوبي سره لمر ته او په ژمي په سپین ډګر کې زده‌کړې کوي.

د مغلان کلي د ټولنیزې شورا رئیس قاري نظر محمد خیرزاده او عبدالواحد همدرد یې په اړه وايي:

"دغه ښوونځي ته د ښار د څو غټو کلیو نجونې راځي چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي، خو د ودانۍ نشتوالی یې نجونې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي."

"دغه لېسه د ۲۸ شعبو زده کوونکې لري، خو یوازې د ۷ هغه‌یې په خونو او پاتې نور یې په ژمي کې سړځګۍ ته او په دوبي کې ګرمۍ ته زده‌کړې کوي."

که څه هم غزني یوه سُنتي ټولنه ده او ډېری خلک نه‌غواړي چې لوڼې او خویندې یې په ازاده فضا کې زده‌کړې وکړي.

د غزني یو تن اوسېدونکی انجنیر ذبیح‌الله زاهد بیا وايي:

"دغه لویه لېسه د احاطې دېوال نه‌لري چې دا د دغه سیمې د اوسېدونکو له‌پاره د اندېښنې وړ ده، د پوهنې ریاست دې دا مشکل په نظر کې ونیسي."

که د دغې سیمې اوسېدونکي وايي چې په وار وار یې دغه ستونزه د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې ده، خو د غزني ولایت د پوهنې چارواکي وايي، په‌دغه ولایت کې اوس هم له ۶۰۰ ښوونځیو څخه ۳۰۰یې هېڅ ودانۍ نه‌لري.

د غزني د پوهنې رئیس محب انصار

د پوهنې رئیس محب انصار ازادي راډیو ته وویل، لومړيتوب هغه ښوونځیو ته ورکوي چې ودانۍ یې نه‌وي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د تعلیم په برخه کې د دغه ولایت نجونې د ولایت د مرکز تر څنګ په ډېری ولسوالیو کې له سختو مشکلاتو سره مخ دي چې تر نیمایي په زیات ولایت کې نجونې هېڅ ښوونکي او هېڅ ښوونځی نه‌لري.

د پوهنې رئیس محب انصار څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و، غزني ولایت چې ۱۸ ولسوالۍ لري، خو ۱۰ هغه‌یې په ټوله‌ییزه توګه د نجونو له تعلیمه بې‌برخې دي، د پاتې اتو یې په نیمو کې د نجونو تعلیم د نشت برابر دی، خو په پاتې څلورو کې بیا یوه اندازه ښوونځي فعال دي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر