بلخ کې يوه ښځه د پاکستان پر قونسلګرۍ د برید د هڅې په تور نیول شوې

د افغانستان په نقشه کې بلخ ولایت

د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، له هغې ښځې تحقيقات روان دي چې غوښتل‌يې پرون په مزار شريف کې په خپل دستکول کې يو لاسي بمب د پاکستان قونسلګرۍ ته يوسي.

د بلخ امنيه قوماندان جنرال اکرم سامع ازادي راډيو ته وويل، دغې ښځې دا بمب په دستکول کې ځاى پر ځاى کړى و.

په بلخ کې د پاکستان جنرال قونسل سرفراز احمد ازادي راډیو ته وویل چې قونسلګرۍ به‌يې تر نامعلومې مودې تړلې وي.

ويل شوي په بلخ کې د پاکستان قونسلګرۍ ته د ورځې ۶۰۰ کسان د ویزې د اخیستلو لپاره ورتلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ويلي چې تر پرونۍ پېښې وروسته به‌یې په مزار شريف کې قونسلګري تړلې پاتې وي.