د غزني چارواکي: ۱۰ ولسوالۍ نه د نجونو ښوونځي او نه هم ښوونکي لري

ارشیف، یو شمېر زده کوونکي

په غزني کې د پوهنې چارواکي وايي، د تعلیم په برخه کې د دغه ولایت نجونې د ولایت د مرکز تر څنګ په ډېری ولسوالیو کې له سختو مشکلاتو سره مخ دي چې تر نیمایي په زیات ولایت کې نجونې هېڅ استاد او هېڅ ښوونځی نه‌لري.

د غزني د پوهنې رئیس محب انصار ازادي راډی ته وویل:

"غزني ولایت چې ۱۸ ولسوالۍ لري، خو ۱۰ هغه‌یې په ټوله‌ییزه توګه د نجونو له تعلیمه بې‌برخې دي، د پاتې اتو یې په نیمو کې د نجونو تعلیم د نشت برابر دی، خو په پاتې څلورو کې بیا هم یوه اندازه ښوونځي شتون لري."

د غزني د پوهنې رئیس محب انصار

انصار زیاتوي، د پوهنې وزارت‌یې په دغه ستونزې خبر کړی، تر څو په‌دې برخه کې ورسره د حل په لاره کې مرسته وکړي.

دا چې د موجوده رئیس څو میاشتې کېږي چې په غزني کې پر دنده ګومارل شوی دی، خو وايي دا نه‌ده څرګنده چې دغه ښوونځي ولې او چا تړلي دي؟ خو په پام کې لري چې بېرته د نجونو تعلیم ته پام واړوي او ښوونځي ورته فعال کړي.

بل لور بیا د غزني د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په بیا بیا یې په‌دې اړه د پوهنې له ریاست او محلي ادارې سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

د غزني د ښځو چارو رئیسې شکریې ولي ازادي راډیو ته وویل، دا لویه غمیزه ده چې په دومره لوی شمېر سره نجونې له تعلیم څخه بې‌برخې دي.

د غزني د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي

نوموړې زیاتوي:

"د ولایت په اوونیزو او رسمي غونډو کې یې هم د پوهنې ادارې او هم له محلي حکومته دې ته د پام اړولو په اړه ورڅخه غوښتنه کړې او د دغه ستونزې په له‌منځه وړلو کې باید د قومونو مشران، علماء کرام او مخور ونډه واخلي، د کومې ټولنې ښځې چې لوستې وي، نو هغه خپلې ټولنې ته لوستي اولادونه ډالۍ کوي، دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې ۱۰ ولسوالۍ مو د نجونو ښوونځي نه‌لري او که نورې یې لري هغه هم ډېرې بې‌خونده دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې غزني په ټوله‌ییزه او هر اړخیزه توګه د نجونو او ښځو له‌پاره یو خطرناک ولایت بلل کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني راپور

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر