د میدان وردګ د نن سهار په برید کې لسګونه کسان وژل شوي

راپورونه وایې چې په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې د نن سهار په برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

روېټرز خبري اژانس د افغانستان د دفاع وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې په دې پېښه کې ۱۲۶ تنه وژل شوي، خو ځیني امنیتي او د وردګو سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډیو ته د ۲۰ کسانو وژنه او د ۳۰ تنو ټپي کېدل منلي دي.

راپورونه وایي، دوه تنه برید کوونکي وروسته قطعې ته ننوتي او مخکې تر دې چې ووژل شي، پر افغان ځواکونو یې ډزې کړې دي.

افغان چارواکي وایي، برید د دوشنبې په سهار داسې مهال پیل شو چې وسله‌والو بریدګرو په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې د هاموې ټانک په وسیله چاودنه وکړه.

وسله‌والو طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د میدان وردګ امنیه قوماندان ازادي راډیو ته ویلي چې تر دې چاودنې وروسته امنیتي مسؤلینو د دوهمې موټربم چاودنې مخه نیولې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې په خپرولو سره دا برید په کلکه غندلی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او هم د پېښې د څېړنې سپارښتنه‌یې کړې ده.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې ترورېستي ډلې او بهرني پلویان‌یې په دې ډول بریدونو د افغان امنیتي ځواکونو مورال نه‌شي کمزوری کولای.