نی: له دولتي سرچینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی کم شوی

په بلخ کې خبریالان او د هغوی له حقونو مدافع بنسټونه شکایت لري چې له دولتي سرچینو د معلوماتو په ترلاسه کولو کې کموالی راغلی دی.

نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي چې په بلخ ولایت کې د دولتي ادارو له چارواکو د معلوماتو په ترلاسه کولو کې کموالی په دې معنی دی چې د حکومتي چارواکو له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه رعایت کېږي.

په شمال زون کې د نی دفتر مشر مبینه ساعي وايي چې له خبریالانو سره د دولتي ادارو د معلوماتو نه شریکول، معتبرو او موثقو اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی کم کړی دی.

اغلې ساعي وويل:

"کله چې سرچینې خبرو او مرکې ته حاضر نه وي، پر خبریالۍ او رسنیز کار چې خلک ډېر ورته اعتماد لري او حقایق خپروي، پرې تاثیر کوي، د هغوی په منځ کې یې د بې اعتمادۍ فضا رامنځته کړې او خبریالان اندېښنه لري، د هغوی زړه وهل شوی او له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

په بلخ کې خبریالان وايي چې د امنیې قوماندانۍ، د ټرافیکو مدیریت، د عامې روغتیا اداره، د پوهنې ریاست او د بلخ مقام د معاونیت دفتر هغه ادارې دي چې له خبریالانو سره معلومات نه شریکوي.

خبریال متین فرامرز وايي، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي موضوع دوی اندېښمن کړي دي او د دولتي ادارو د مسؤلانو د نه همکارۍ په صورت کې به دوی خپلو مخاطبینو ته پر موقع معلومات ور نشي کړای.

ازاد خبریال او په شمال زون کې د خبریالانو د ټولنې سنجا غړی بشیر سروري وايي چې په بلخ کې دولتي ادارې اکثره خبریالانو سره معلومات نه شریکوي او کوم معلومات چې رسنیو ته هم ورکوي، هغه ناسم معلومات دي چې د خبریالانو فعالیت او بې طرفي تر پوښتنې لاندې راولي.

بشیر سروري وويل:

"دولتي ادارې خبریالانو ته سم او دقیق معلومات نه ورکوي، کوم معلومات چې له خبریالانو سره شریک کېږي، له خپرېدو وروسته بیا ستونزې راپاروي او دا کار د رسنۍ او خبریال فعالیت او بې طرفي تر پوښتنې لاندې بیايي."

په بلخ کې یو بل ځایي خبریال جاوید احمد وايي چې له رسنیو سره د معلوماتو نه شریکول او یا هم نا سم معلومات ورکول خپله حکومتي ادارې له ستونزو سره مخ کوي او خبریالان د قانون پر بنسټ کولای شي چې له نورو سرچینو د خپل راپور مواد تکمیل کړي.

هغه زیاته کړه:

"د دولتي ادارو له خوا د معلوماتو نه شریکول، دا خپله هغوی ته زیان رسوي، د هغوی کار له ننګونو سره مخ کوي او خبریالان د قانون له مخې بیا حق لري چې لږ څه په ځنډ سره خپل معلومات له غیر رسمي سرچینو تکمیل کړي او هغه خپاره کړي."

په همدې حال کې د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د دولتي ادارو له خوا خبریالانو ته د معلوماتو د نه شریکولو موضوع تأییدوي او زیاتوي چې د یادې ستونزې د حل په اړه به د بلخ والي لاس په کار شي.

آرشیف، د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

​ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"شخصاً د بلخ والي به په خپله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د دولتي ادارو مسؤلانو ته توضیح کړي او له هغوی به وغواړي چې د معلوماتو په شریکولو کې له خبریالانو سره همکار ووسي."

دا په داسې حال کې ده چې په تازه ګۍ سره په شمال زون کې د خبریالانو ټولنې سجنا د دې ترڅنګ چې د دولتي ادارو له خوا خبریالانو ته د معلوماتو په نه شریکولو اندېښنه ښوولې، ویلي یې دي چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې هم د خبریالانو په ګواښلو سره د هغوی په کاري چارو کې لاسوهنه کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی