ازبکستان کې پر افغان سولې او ثبات ټینګار وشو

په ازبکستان کې د هند او منځنۍ اسیا لومړنی ډیالوګ

د هند او منځنۍ اسیا د لومړني ډیالوګ په ناسته کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د ثبات په راتلو ټینګار وشو.

د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې پرون د ازبکستان په سمرقند کې وشوه ګډونوالو هېوادونو له افغانستان سره له خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې ډیالوګ په ګډه اعلامیه کې چې د ورځې په پای کې خپره شوې راغلي چې د افغانستان د سولې هڅې باید د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول کې وي او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي او جګړه پای ته ورسوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي چې د اسیا په زړه کې پروت یو سوله‌ییز او با ثباته افغانستان کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل پل وګرځي.

اغلې سواراج په افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره د هند د درېیو میلیاردو ډالرو د مرستې یادونه هم وکړه چې په مټ‌یې ځینې پروژې له ۲۰۱۷ کاله راهیسې پیل او جوړ شوي دي.

د هند او منځنۍ اسیا په لومړني ډیالوګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني هم برخه اخیستې وه.