ویسا: پاکستان تر اوسه ولې همکاري نه کوله او اوس یې باید ولې وکړي؟

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، پاکستان ته د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داوودزي له سفر سره یو ځل بیا د اسلام اباد د نېک نیت او همکارۍ ډنډورې وغږول شوې.

ورځپاڼه لیکي، خدای دې وکړي چې د ښاغلي داوودزي د هیلو او خوشبینیو خبرې د تېرو په څېر غلطې ثابتې نه شي.

د سرمقالې د لیکونکي په خبره، که د احساساتو پر ځای د واقعیتونو په رڼا کې فکر وکړو، دې پوښتنې ته باید اول ځواب پیدا کړو چې پاکستان تر اوسه ولې همکاري نه کوله او اوس باید ولې همکاري وکړي؟
د ورځپاڼې په باور، یوازې پر طالبانو غږ چې له حکومت سره باید کېني او افغانان خپلې ستونزې په خپله حل کړي، نه نوې خبره ده او نه د اسلام اباد نوی دریځ.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، واشنګټن دې د سولې په روانه پروسه کې له اسلام اباد سره معامله نه کوي.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي کرزي له امریکا غوښتي چې روسیې، چین، هند او د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو ته دې هم د سولې په پروسه کې د رول لوبولو موقع ورکړي، ځکه په خبره یې چې د دوی له همکارۍ پرته د افغانستان د سولې پروسه نه شي بریالۍ کېدای.

د مطلب لیکوال لیکي، حامد کرزي دغه څرګندونې په هند کې یوې غونډې ته کړي دي چې د سرچینې په حواله، په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان ډيویډ پټروس هم په کې ګډون کړی و.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس ویلي، د طالبانو په دریځ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او له همدې امله له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي.

په مطلب کې راغلي چې عبدالله عبدالله په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې دا ډله (طالبان) له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، خو له سیاسي مشرانو سره تماسونه نیسي او هغوی ته د خبرو وړاندیز کوي.

هېواد لیکلي، ښاغلي عبدالله په ټینګار سره ویلي چې طالبان باید هر ډول خبرې له افغان حکومت سره وکړي.