د کرنې وزارت: د زیاتو ورښتونو له امله به د راتلونکي کال کرنیز حاصل ډېر وي

آرشیف، یو افغان کروندګر د خپلو حاصلاتو د راټولونې په حال کې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د واورو ورستیو ورښتونو هیله مند کړي چې راتلونکی کال به ګټور او حاصل خیزه کال وي.

دا چې له نورو ستونزو سره په خوا کې وچکالي هم جدي ګواښ ګڼل کېږي او له امله یې زرګونو کسانو خپلې مېنې پريښې، اوس د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې وروستیو ورښتونو او د دوی وړاندوینې ښکاره کوي چې راتلونکی کال به کرنیز حاصلات لوړ وي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د وچکالۍ ګواښ به هم له منځه ولاړ شي او دوی هیله مند دي چې په راتلونکو ورځو کې به نور ورښتونه هم وشي.

آرشیف، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

​ده زیاته کړه:

"له نېکه مرغه روان کال چې هوا پېژندنې کومې وړاندوینې کړي، موږ به د زیاتو واورو او ورښتونو شاهدان یوو چې له نېکه مرغه به د کرنې او مالدارۍ په سکټور مستقیم تاثیر واچوي، تېر کال زموږ څړځایونه په ځانګړې توګه د غلې دانې په تولید کې کموالی راغلی و، موږ هیله مند یوو چې راتلونکی کال به د وچکالۍ په له منځه تلو سره د غلې او د للمي ځمکو د تولید کچه لوړه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په روان لمریز کال کې افغانان په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ وو.

د راپورنو له مخې، په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د کمښت او د ورښتونو د نه کېدو له امله ځینو بزګرانو له ښکته لاس اخیستی و.

همداشان د تېرکال په ژمي کې د کمو ورښتونو له امله د هېواد په ځینو سیمو کې چینې وچې شوې وې او د واور کم ورښت هم د دې لامل شوی و چې د اوبو سطحه ټیټه شي او ستونزې رامنځته کړي.

غور، بادغیس، فراه، هلمند، زابل، ارزګان، جوزجان او یو شمېر نور ولایتونه وچکالۍ سخت څپلي وو.

دغه وچکالي د دې لامل شوې وه چې زرګونه کسان خپلې اصلي سیمې پرېږدي او نورو سیمو ته کډوال شي.

آرشیف، په کابل کې د واورې ورېدنه

​په پلازمېنې کابل کې هم تر ډېره د اوبو سطحه ټیټه شوې او ډېرې څاګانې وچې شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې رئیس سید رضا موسوي وايي چې د دوی وړاندوینې ښکاره کوي چې روان ژمی به زیاتې واورې ورورېږي.

ده وویل:

"زموږ وړاندوینې ښکاره کوي چې د دلوې په میاشت او په ژمي کې به زیات ورښتونه وشي، موږ تجربه کړې چې په راتلونکو ورځو کې واورې او ښه ورښتونه ولرو."

اقلیمي بدلونونه، د واورو او بارانونو کم ورښتونه او له اوبو ناوړه استفاده او د خلکو د ژوند د سبک بدلون د دې لامل شوي چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ شي.

راپور: رحمت الله افغان