د کرنې وزارت د جلغوزیو د صنعت پراختیا ته هڅې ډېرې کړي

ارشیف، د خوست جلغوزي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د جلغوزیو د صنعت پراختیا ته‌يې هڅې ډېرې کړې دي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېر کال راهیسې د جلغوزیو د صنعت په برخه کې مهم او اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي.

د کرنې د وزیر نصیر احمد دُراني په وینا چین ته د جلغوزیو د صادراتو له پیلېدو سره جلغوزیو ته پاملرنه ډېره شوې چې ورسره دغه صنعت هم د غوړېدو پر مخ روان دی.

دی وايي، همدا اوس ۱۵۰ ټنه نور جلغوزي هم د صادرولو لپاره چمتو دي.

د کرنې وزارت وايي، ترکیه هم د افغان جلغوزیو د پېرېدلو لېوالتیا لري او ټاکل شوې ډېر ژر هغه هېواد ته هم د صادراتو لړۍ پیل شي.

د افغانستان د کرنې وزیر وايي، افغانستان کولای شي د جلغوزیو د تولید کچه ۳۵ زره ټنو ته ورسوي چې اوسني نرخ ته په کتو له دې کار سره به یوازې له جلغوزیو په کلني ډول یو نیم میلیارد ډالره صادرات ولري.