له بلخ څخه اروپا ته د هوايي دهلېز له لارې پروازونه پیل شول

د "بلخ-اروپا" د هوايي دهلېز پروازونو پرانیسته

افغان دولتي چارواکو او په بلخ کې د ترکیې هېواد جنرال قونسل له بلخه اروپا ته د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر څخه هوايي دهلېز پرانیست.

چارواکي وايي چې د بلخ-اروپا هوايي دهلېز له لارې په لومړي پرواز کې د توتو او ممیزو ۵ ټنه وچه مېوه لندن ته صادر شوه.

په مالي چارو کې د ولسمشرۍ د ځانګړي سلاکار مطبوعاتي مسؤل سمیر رسا وايي چې له بلخه به اروپا ته په اوونۍ کې د هوايي دهلېز له لارې دوه ځلې سوداګریز توکي صادر شي.

ښاغلي رسا وویل، دوی په هڅه کې دي چې د صادراتي توکو د تولید د کچې د لوړوالي تر څنګ له بلخه اروپا ته د هوايي دهلېز د پروازونو په شمېر کې هم زیاتوالی راولي.

هغه وویل چې د سوداګریزو توکو او د صادارتو د نوعیت ټاکل د افغان سوداګرو علاقې پورې اړه لري.

سمیر رسا وايي چې په هېواد کې د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو له پیله تر دې دمه افغانستان د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۴۲۵ پروازونو کې ۵۴۰۰ تنه تجارتي توکي، وچه مېوه، طبي ګیاه، زعفران او جلغوزه اسیایي او اروپايي هېوادونو ته صادر کړي.

په همدې حال کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي چې د افغانستان له شماله د هوايي دهلېز له لارې اروپا ته د صادراتو پيل، په کور دننه د سوداګریزو توکو تولید زیاتوي او یاده مسئله به د هېواد د خودکفايۍ په برخه کې او په کور دننه پانګونې ته مرسته وکړي.

ارشیف، د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید په یوه خبري غونډه کې

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید چې له بلخ نه اروپا ته د هوايي دهلېز د پرانیستو په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانستان سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د صادراتو په ډېرولو سره باید ګاونډیو هېوادونو ته په قاچاقي توګه د افغاني توکو د صادراتو مخه ونیول شي.

چارواکي وايي چې د هوايي دهلېز له لارې یوازې په ۵۵ پروازونو کې د چین هېواد شانګهای ښار ته ۱۰۸۰ تنه توره جلغوزه صادره شوې او له افغانستانه د نړۍ مختلفو هېوادونو ته په ورځ کې د هوايي دهلېز ۷ تر ۸ پروازونه ترسره کېږي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی