دنیا: دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان غونډې تحریموي او فرمایشات وړاندې کوي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم تر ډېره د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د قطر د پلان شویو خبرو په اړه پر وروستیو پرمختګونو بحثونه ...

د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم تر ډېره د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د قطر د پلان شویو خبرو په اړه پر وروستیو پرمختګونو بحثونه کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې ټاکل شوې وه چې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ څلورمه ناسته نن په قطر کې جوړه شي، خو رسنیو د ځینو طالب چارواکو په حواله په راپورونو کې لیکلي دي چې دا غونډه د اجنډا پر سر د اختلافاتو له کبله ځنډول شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د اختلاف په ټګي بحث کړی او لیکلي دي چې امریکا وایي چې له طالبانو سره د دې له‌پاره خبرې کوي چې هغوی له افغان حکومت سره خبرو ته تیار کړي، خو طالبان لا هم د دې غوښتنې منلو ته تیار نه‌دي.

ورځپاڼه لیکي:

طالبان ټینګار کوي چې امریکا دې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په څرنګوالي بحث وکړي او یو مهالوېش دې وټاکي، خو امریکا بیا وایي چې په‌دې اړه خبرې له جوړ جاړي وروسته ممکن دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان غونډې تحریموي او خپل فرمایشات وړاندې کوي، بلکې تر دې مخکې یې هم په کراتو دا ډول سیاست لوبولی دی چې تېره اوونۍ د جدې او اوس د قطر د غونډې تحریمول‌یې ښې بېلګې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي دې مسئلې ته په کتو داسې ښکاري چې طالبان له یو غښتلي دریځه وړاندې شوي دي او افغان حکومت چې په کراتو له طالبانو غښتلی دی نه‌دی توانېدلی چې ان خپل ځایګی هم ثابت کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

د دې حالت له‌پاره خپله حکومت مسؤل دی او دا ځکه چې د سولې په خبرو کې له یو کمزوري دریځه ښکېل شوی دی او هېڅکله‌یې هم د یو با وقاره او باعزته حکومت په توګه عمل ونه‌کړ.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د افغان سولې په اړه د رانډ څېړنیز مرکز پر طرحې بحث کړی او د دې طرحې ځیني مواد یې خپاره کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکایي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د څو ځلو خبرو وروسته چې په‌کې د افغان حکومت استازو برخه نه‌درلودله، یو امریکایي څېړنیز مرکز له طالبانو سره د ممکنه موافقې یوه طرحه وړاندې کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

په‌دغه ۵۰ مخیزه طرحه کې چې له افغان حکومت مشوره په‌کې نه‌ده اخیستل شوې، خو اوس ورسره شریکه کړای شوې ده، په افغانستان کې له اوربند وروسته د ۱۸ میاشتو له‌پاره د یو انتقالي حکومت جوړول په‌کې شامل دي چې د اوږدېدو امکان هم په‌کې په پام کې نیول شوی دی او په‌دې موده کې به پر اساسي قانون د بیا کتنې او د حکومتوالۍ د ډول بدلولو ته زمینه برابره شي.

ورځپاڼه لیکي چې په‌دغه طرحه کې ویل شوي دي چې د انتقالي حکومت په موده کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د تدریجي وتلو پرېکړه وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د اجرائیه ریاست په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي، که څه هم د سولې له‌پاره روانې هڅې له لوړو ژورو سره مخ دي، خو سولې ته‌یې هیلې زیاتې کړې دي.

خو د ورځپاڼې په وینا اجرائیه ریاست دا هم واضح کړې ده چې د سولې په پروسه کې د هر ډول پرېکړې حق یوازې افغانان لري او بل هېواد د افغانستان ځای نه‌شي نیولی.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې اسلام‌اباد ته د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رئیس پر سفر بحث کړی او لیکلي یې دي چې د دې سفر اساسي هدف د سولې له‌پاره د روانو هڅو همغږي کول دي.