د سولې شورا د دارالانشاء رئیس نن د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره ګوري

آرشیف، د افغانستان د سولې د شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی ازادي راډیو سره په مرکه کې

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې شورا د دارالانشاء رئیس به نن د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وګوري.

اسلام‌اباد ته د افغان پلاوي سفر څلور ورځنی دی.

د افغانستان د سولې شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د اجماع لپاره په سیمه‌ییزو چارو کې د ولسمشر غني استازی محمد عمر داوودزی به نن د دې سفر په دوهمه ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د دې هېواد له نورو پوځي چارواکو سره وګوري.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، افغان پلاوی به د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۹» د پاکستان د یو شمېر سیاسي مشرانو سره هم خبرې اترې وکړي.

آرشیف، د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"ان‌شاءالله چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره به غونډه ولري او د پاکستان له یو شمېر مطرحو مذهبي او سیاسي مشرانو سره چې د دې هېواد په کورني او بهرني سیاست کې مهم رول لري هم لیدنې ترتیب شوې دي."

د سولې عالي شورا ویاند دا هم وویل چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» د سولې د شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنه کې له نوموړي ډاډ تر لاسه کړ چې د پخوا په مقایسه به د پاکستان اوسنی حکومت په افغانسان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په پروسه کې عملي ګامونه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې د شاه محمود قریشي له قوله ویلي:

"په افغانستان کې ثبات ته د رسېدو یوازنۍ لاره سوله ده."

په اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ټولې سیمې ثبات بلل شوی دی.

افغانستان تر دې مخکې تل د پاکستاني چارواکو له دا ډول ژمنو سره په بې‌باورۍ چلند کړی دی.

  • خو ایا اوس رښتیا هم دا بې‌باوري کمه شوې ده؟
  • په اوسني وضعیت کې به د پاکستان د همکارۍ هدف څه وي؟

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري یې ځواب وايي:

"یوه مهمه همکاري چې د پاکستان اسلامي جمهوریت‌یې د افغانستان د سولې له پروسې سره کولای شي دا ده چې د وسله‌والو افغان طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره تر بل هر څه مخکې مخامخ خبرو ته وهڅوي."

د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د وسله‌والو طالبانو د چمتو کولو لپاره د امریکا په شمول بېلابېل لوري له څو میاشتو راهیسې هڅې کوي، خو تر اوسه‌یې کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» ځینو رسنیو ته وویل، په قطر کې یې له امریکا سره هغه خبرې چې د دوی په وینا ټاکل شوې وه نن «چهارشنبې» ترسره شي د اجنډا پر سر د اختلاف له کبله لغوه کړي.

د روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یوې سرچینې په حواله وايي، امریکايي لوري پر دوو مسئلو ټینګار کاوه.

  • لومړی دا چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د قطر په مذاکراتو کې دې افغان حکومت هم برخه واخلي.
  • دوهم دا چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دې احتمالي اوربند اعلان شي چې په وینا یې دا شرایط د طالبانو له‌خوا نه‌دي منل شوي.
په دې اړه نور: جان بس: د امریکا او طالبانو د چهارشنبې د خبرو راپورونه ناسم دي

خو په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټویټر دا رد کړې چې ګوندې نن د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره کېدل.

نوموړي ویلي طالبانو ته په‌کار ده چې هماغومره چې رسنیو سره خبرې کوي خپلو افغان هېوادوالو سره هم خبرې وکړي.

طالبانو تر دې مخکې د ریاض په غونډه کې هم ګډون رد کړی و، ځکه چې سعودي عربستان ټینګار کاوه چې په‌دې غونډه کې دې د افغانستان د حکومت استازي هم ګډون وکړي.

له دې سره په یو وخت د رانډ «RAND» په نوم یوې څېړونکې مؤسسې د افغانستان د سولې یوه طرحه وړانډیز کړې.

د دې طرحې پر بنسټ امریکا او ناټو به ۱۸ میاشتو کې مرحله په مرحله خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

د دې طرحې ځینې برخې چې رسنیو ته په لاس ورغلي همدارنګه وړاندیز کوي چې د امریکا متحده ایالات دې د افغانستان له حکومت سره غیر نظامي مرستو ته دوام ورکړي او د مرسته کوونکو هېوادونو مرستې دې هم ورته راجلب کړي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ویلي، د رانډ مؤسسه د امریکا د پالېسۍ استازیتوب نه‌کوي او متحده ایالات په‌دې اړه په وضاحت وايي چې د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې مهمه اړتیا ده.

د امریکا سفارت پر خپل ټویټر زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکي حکومت او داخلي مسئلو په اړه پوښتنې په افغانانو پورې مربوط څه دي چې دوی به‌یې په اړه پرېکړه کوي.