جان بس: د امریکا او طالبانو د چهارشنبې د خبرو راپورونه ناسم دي

ارشیف، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې د چهارشنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په پلان کې وې.

جان بس په‎دې اړه ډېر جزئیات نه‎دي ورکړي، خو پر ټویټر یې لیکلي:

"د امریکا او طالبانو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د خبرو راپورونه ناسم دي. طالبان باید هومره چې رسنیو سره خبرې کوي، خپلو افغان هېوادوالو سره خبرې وکړي."

جان بس دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د سې شنبې په ورځ طالب چارواکو یو شمېر رسنیو ته وویل، دوی د اجنډا پر سر د اختلاف له کبله هغه خبرې لغوه کړي چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې وشي.

روېټرز خبري اژانس د یو شمېر طالب چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‎دي یاد شوي ویلي، په اجنډا کې لوی اختلافونه، په خبرو کې د افغان حکومت د شمولیت، د بندیانو پر خوشې کولو او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د اوربند د اعلان پر مسئلو وو.