نیویارک ټایمز: د افغانستان د کانونو سکتور له لوی مالي فساد سره مل دی

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو د پېښې په اړه چې لسګونه کسان په‌کې مړه شول، یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه د بدخشان ولایت د کوهستان د ولسوال محمد رستم راغي په حواله لیکي:

په دې سیمه کې شااوخوا ۱۰ زره کسان یوازې د ورځې په ۷ ډالره مزدورۍ د سرو زرو د ویستلو لپاره کان کېندنه کوي.

نیویارک ټایمز: افغان حکومت هڅه کړې ده چې د طبیعي زېرمو د کېندلو چارې په نویو قراردادونو سره منظمې کړي، خو دا سکټور بیا هم له لوی مالي فساد سره مل دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

افغانستان په طبیعي زېرمو شتمن هېواد دی، خو دوامداره تاوتریخوالی، د باصلاحیته دولتي ادارو نشتوالی او پراخ فساد د دې سبب شوی دی چې د افغانستان کانونه د هېواد په اقتصاد کې چې تر ډېره بریده پر بهرنیو مالي مرستو ولاړ دی، د مهم عاید په توګه رول ونه‌لري.

د مطلب لیکوال وايي: افغان حکومت هڅه کړې ده چې د طبیعي زېرمو د کېندلو چارې په نویو قراردادونو سره منظمې کړي، خو دا سکټور بیا هم له لوی مالي فساد سره مل دی.

د افغانستان کانونه د هېواد په اقتصاد کې د مهم عاید په توګه رول نه‌لري.

​د بدخشان سیمه‌ییزو مقاماتو ویلي چې د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د سرو زرو د یوه کان د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د کان د نړېدو پر مهال ۱۳۰ کسانو د سرو زرو د ویستلو لپاره په دې کان کې کار کاوه.

  • نیوز ویک مجلې

نیوز ویک مجلې بیا د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د امریکا د جمهور رئیس د دفتر د سرپرست مایک مولاوني څرګندونې نقل کړي دي.

مولاوني نیوزک ویک مجلې ته ویلي (دی د هغو څرګندونو د جزئیاتو په اړه اندېښمن نه‌دی چې ولسمشر ټرمپ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په اړه کړي دي.)

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو پخواني شوروي اتحاد ځکه پر افغانستان یرغل وکړ چې د نوموړي په خبره له افغانستان څخه روسيې ته د ترورېستانو د ورتګ مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ دغه‌راز د افغانستان د روانې جګړې په اړه ویلي چې روسیه او د پاکستان او په هند په شمول سیمه‌ییز هېوادونه باید د افغانستان په جګړه کې لوی رول ولوبوي.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو پخواني شوروي اتحاد ځکه پر افغانستان یرغل وکړ چې روسيې ته د ترورېستانو د ورتګ مخه ونیسي.

​د ولسمشر ټرمپ د دفتر سرپرست نیوز ویک ته ویلي:

زما په باور د ولسمشر دا څرګندونې د اوسني حالت څخه چې متحده ایالات ورسره مخ دی د ناهیلۍ په خاطر دي.

نیوز ویک لیکلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د امریکا د ولسمشر د دې څرګندونو پر وړاندې عکس‌العمل څرګند کړ او د ډونالد ټرمپ خبرې له تاریخي حقایقو سره په تضاد کې وبللې.