د سرې میاشتې ټولنه: په افغانستان کې دننه د درملنې ښه امکانات برابر شوي

ارشیف، سکرتر جنراله نیلاب مبارز

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي، دا مهال په هېواد کې دننه د افغان ماشومانو د درملنې ښه امکانات برابر شوي دي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي، په افغانستان کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې ۶۰ سلنه زمینه برابره شوې، خو په‌دې ناروغۍ د اخته کسانو ۱۵ سلنه تلفات د اندېښنې وړ دي.

د دې خیریه ټولنې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۷» یو شمېر روغتونونو ته د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته کسانو د ورپېژندلو په غونډه کې وویل، په‌دې ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې امکاناتو ته په کتو له دې وروسته به د ۴۰ سلنه ناروغانو درملنه دننه په هېواد کې کېږي.

نوموړې وايي:

"د خوښۍ ځای دی چې یو شمېر ناروغانو ته زمینه برابره شوې چې دننه په هېواد کې یې درملنه وشي، اوس مهال ډېر امکانات برابر شوي او بهر ته د تلو اړتیا نه لېدل کېږي."

په روان میلادي کال کې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سره ۲۲۴۹ ماشومان د درملنې په هدف راجستر شوي، خو د مېرمن مبارز په وینا دا شمېره په تېر کال کې ۱۷۴۲ ته رسېده.

دغه ټولنه وايي، په افغانستان کې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۶۰ سلنه ماشومان د درملنې لپاره هند ته استول کېږي.

د افغانستان د سرې میاشتي ټولنه له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې د په زړه سوري د اخته ماشومانو درملنه کوي چې تر اوسه پورې ۱۵۳۲۰ افغان ماشومان د درملنې په هدف ورسره ثبت شوي او ۶۶۴۶ نور یې انتظار باسي.

د دې خیریه ټولنې مشرې نیلاب مبارز وویل، تر اوسه هند، چین، د قطر سرې میاشتې ټولنې او یو شمېر حاجیانو د افغان ماشومانو د درملنې لپاره مرستې کړي.

دوی وايي، افغان دولت هم له دې ټولنې سره یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.

له دغې ټولنې سره د زړه په سوري د اخته یو ثبت شوي ناروغ ماشوم پلار غلام جیلاني وايي چې لور یې یې ښه شوې ده.

دی زیاتوي:

"کله چې خپله لور مې لیدله چې ناروغه ده ډېر خپه کېدم، ځوروونکی حالت دی او تر ټولو دې ته ځورېدم کله چې مې لور پېغله شي خلک به ورته پېغور ورکوي او هغه به خبره نه‌وه چې پلار یې د پنځه لکه پیسو توان نه‌درلود او شکر دی رکه روغه ده له ټولو مننه کوم."

په همدې حال کې د افغان سرې میاشتې خیریه ټولنې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز وویل، دا مهال د افغان سرې میاشتې ټولنې سره اته بېلابېل روغتونونه کار کوي او هڅې روانې دي څو دا روغتونونه ډېر شي او افغان ماشومانو ته دننه په هېواد کې د درملنې سل په سلو امکانات برابر شي.

خو د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون غړې پروین نورستانۍ د روغتونونو دا شمېره د قناعت وړ نه‌ګڼي.

د نوموړې په وینا شته روغتونونه هم معیاري کار نه‌شي کولای او په وینا یې د سرې میاشتې ټولنه باید د افغان ماشومانو د درملنې لپاره له هېواده بهر زمینې برابرې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ