په غزني کې د نوي جوړېدونکي روغتون د جوړونې کارونه ځنډېدلي

په غزني کې د نوي جوړېدونکي روغتون مسؤلین وايي، د پیسو د نه‌ورکړې له امله‌یې کارونه ځنډولي دي.

د دغه درې سوه بستریز روغتون د خصوصي شرکت قراردادیان وايي، څو میاشتې یې د روغتون د جوړولو چارې پر مخ بيولې دي، خو اوس‌یې د پیسو د نه‌ورکولو له امله کارونه درولي دي.

د دغه شرکت رئیس احسان‌الله نیازي ازادي راډیو ته وویل، دولت ورته د سېمنټو، سیخانو، کاریګرو او نورو پیسې نه‌ورکوي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، نو له دې امله‌یې کارونه ولاړ دي.

بل لور ته د روغتیا چارواکي وايي، د نوي کال له پیله به د روغتون د جوړېدو چارې په رسمي توګه پیلېږي.

په داسې حال کې چې یاد شرکت د دغه روغتون ډېری کارونه پر مخ بيولي، نو په غزني کې د عامې روغتیا رئیس ظاهر شاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، د قرارداد له لاسیلک کېدو وروسته به‌یې کارونه پیلېږي.

د غزني ښار ته څېرمه د دغه درې سوه بستریز روغتون د جوړېدو حکم ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولایت ته په خپل سفر کې کړی و.