اشرف غني: افغان ماشومان لا هم د ګوزڼ ناروغۍ له خطر سره مخ دي

ارشیف، په هلمند کې یوه رضاکاره د یوه ماشوم په خوله کې د پولیو ضد څاڅکي اچوي.

د افغانستان ولسمشر وايي، افغان ماشومان لا هم د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.

محمد اشرف غني پرون مازيګر د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ډاکتر تدروس ادهانوم سره په ارګ کې د کتنې پر مهال دا خبره وکړه.

د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله ولسمشر ويلي، سره له دې چې نړيوالو بنسټونو د پوليو له‌منځه وړلو لپاره زياتې منابع کارولي، خو افغان ماشومان لا هم له دې رنځه کړېږي.

د اعلاميې په حواله ولسمشر د مور او ماشوم د روغتيا او نورو برخو کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د روغتيا وزارت په حواله په ٢٠١٨ میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ٢١ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د وسله‌والو طالبانو د مخالفت له امله د هېواد په جنوبي سیمو کې تر يو میليون زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه‌رسېږي.