امريکايي مرکچيان په چين کې دي څو له خپلو سيالانو سره وګوري 

د امريکا د متحده ايالاتو مرکچيان په چين کې دي چې له خپلو چينايي سيالانو سره وګوري.

دواړه هېوادونه هڅه کوي د هغې څلور مياشتنۍ تجارتي جګړې د پاى ته رسېدو لپاره پر يوه موافقه سلا شي چې له کبله‌يې د نړۍ په سطحه بازارونه اغېزمن شوي دي.

د تجارت لپاره د امريکا د حکومت مرستيال استازي جېفري ګيريش چې د امريکايي پلاوي مشري کوي، نن په پيکېنک کې له خپل هوټل څخه مذاکرو ته د روانېدو پر مهال له خبريالانو سره له خبرو ډډه وکړه.

خو د چين د سوداګرۍ وزارت تېره جمعه ويلي وو، دواړه لوري به د هغې مهمې اجماع د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي چې د امريکا او چين ولسمشرانو ډونالد ټرمپ او شي جين پېنګ ورباندې تېر ميلادي کال په ارجنټاين کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو يا «G-20» د سرمشريزې پر مهال موافقه کړې وه.