د افغانستان په مسئله کې د هندوستان پر رول د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

د افغانستان او هند بیرغونه

د نړۍ ځينو خپرونو او ورځپاڼو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په مسئله کې د هندوستان د نقش په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر وروستيو څرګندونو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • يورو اېشيا رېویو «Euro Asia Review»

يورو اېشيا رېویو خپرونې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې د هندوستان په اړه د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو تمرکز کړى دى.

ښاغلي ټرمپ په وروستيو کې کويلي چې هندوستان په افغانستان کې يو کتابتون جوړ کړى او صدراعظم نرېندرا مودي دا خبره بيا بيا ورته کړې ده.

خو ليکوال سنکت سودهير کولکرني «Sanket Sudhir Kulkarni» ليکي چې د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو که څه هم خلکو ته ټکان ورکړى، خو دا حقيقت‌يې رابرسېره کړى چې هندوستان د افغانستان په همکارۍ کې فوق‌العاده ونډه اخیستې ده چې دغه شراکت د افغانستان د پرمختيا د هڅو لپاره بامفهومه ګڼل کېږي.

د يورو اېشيا رېویو په ليکنه کې لولو، د امريکا ولسمشر برعکس د ٢٠١٧ میلادي کال اګسټ مياشت کې خپلو پوځيانو ته په وينا کې په افغانستان کې د هندوستان رول ستايلى و او ويلي يې و چې امريکا غواړي هندوستان په افغانستان کې نور هم په اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي چارو کې پراخه ونډه واخلي.

ليکوال ولسمشر ټرمپ ته يادونه کړې چې هندوستان تل هڅه کړې چې په خپل نقش کې منځلارى وي.

  • هندوستان ټايمز «Hindustan Times»

هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټايمز بيا په خپله يوه تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې پروسې په باب د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب پر وروستيو څرګندونو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، افغانستان دا درک کوي چې هندوستان‌يې يو ستراتېژيک شريک دى او دواړه لوري د ترورېزم او ډموکراسۍ په تړاو ګډ نظريات لري.

د ليکنې په حواله د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب هندوستان ته په خپل وروستي سفر کې له خپل هندي سيال اجيت دووال سره تر ستراتېژيک ډيالوګ وروسته ويلي؛

کابل په راتلونکي کې هم په بېلابېلو برخو کې له نوې ډېلي څخه د همکارۍ تمه لري.

د هندوستان ټايمز په مقاله کې لولو چې ښاغلي محب د تېرې شنبې په ورځ ويلي و، يوازې هغه مذاکره چې د افغانانو په رهبرۍ وي کولاى شي په افغانستان کې سوله او پخلاينه يقيني کړي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د سولې هغو مذاکرو ته په اشاره چې په مسکو او ابوظبي کې وشوې او د افغان حکومت استازو په‌کې حضور نه‌درلود، وويل:

"له افغانانو پرته سوله امکان نه‌لري، دا هغه پروسه ده چې موږ يې رهبري کوو، په دې برخه کې غلط پوهاوى هم شته، ځکه ګڼې دغه مذاکرې د تړلو دروازو تر شا شوې دي."

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې په باور په نومبر مياشت کې د مسکو په مذاکرو کې د هندوستان او افغانستان غير رسمي استازو برخه درلوده.

طالبانو تېره مياشت په ابوظبي کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره د خبرو پر مهال د حکومت له استازو سره له کتنې ډډه وکړه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د وسله‌والو طالبانو استازو په پاکستان او ايران کې هم د افغانستان د سولې پر مسئله خبرې کړي او تمه ده بيا په سعودي عربستان کې په دغسې مذاکرو کې برخه واخلي.