د ټرمپ د څرګندونو په اړه د مشرانو جرګې د غړو غبرګونونه او اندېښنې!

آرشیف، د مشرانو جرګې د غونډو تالار

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، سوله د افغانانو اړتیا ده او امریکا باید په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګې غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې د يکشبنې د ورځې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې امریکا باید دا خبره هېره نه کړي چې له افغانستان سره امنیتي تړون لري.

آرشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

​دی وایي:

"دا چې امریکا ویلي چې نور د افغانستان له جګړې ستړې ده، نو باید ووایو چې د دې ستړیا د ختمولو لپاره بله لار شته، خو له موږ سره باید د امنیتي او دفاعي تړون له مخې مخته ولاړ شي، موږ سولې ته اړتیا لرو، زموږ سیاسیون، رهبران او خلک باید په دې پوه شي چې د ټرمپ څرګندونې موږ ته پیغور دي."

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي چې روسیه د دې لپاره په افغانستان کې وه چې ترورېستانو غوښتل چې روسیې ته ولاړ شي او د دوی حضور په افغانستان کې په حقه و.

ښاغلي ټرمپ دا هلې ویلي، په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه ۶۰۰۰ میله لېرې ده، ولې په ‌دغه هېواد کې ده او ولې اوس روسیه، هندوستان او پاکستان هلته نه ‌دي چې د ترورېستانو پر وړاندې جګړه وکړي؟

د امریکا د ولسمشر دغو څرګندونو ګڼ غبرګونونه هم لرل چې په لړ کې یې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلاميې په خپرولو سره پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ویلي دي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې یوازې د دغه هېواد د امنیت په خاطر نه، بلکې د نړۍ او ملګرو هېوادونو د امنیت په خاطر راغلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه اعلامیه کې ویلي دي چې د امریکا په رسمي پالېسیو او څرګندنو کې توپیر لیدل کېږي، نو ځکه ‌يې له هغه هېواده د ډيپلوماتيکو لارو د ځينو پالېسیو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې نوموړي په کراتو پاکستان د ترورېستانو ملاتړی هېواد او پټنځای بللی او په دغه هېواد یې له دې امله بندیزونه هم لګولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار بیا د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې د پاکستان او ترورېستي ډلو په وړاندې د دغه هېواد د ماتې او د افغانستان د سولې له بهیره د شاتګ په معنا بولي.

آرشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار

​د دې جرګې د منشي مرستیال فیصل سمیع بیا په دې اند دی چې د افغانستان د سولې بهیر تر بل هر وخت اوس يو اساس پړاو ته داخل شوی او امریکا باید په داسې وخت کې د يوه څارونکي رول خپل نه کړي.

دی زیاتوي:

"امریکایانو د افغانستان دولت او مخالفین چې داعش او طالبان دي، په داسې حالت کې ساتلي، لکه د سیروم د څاڅکو لاندې يو ناروغ په داسې حال کې چې دوی یې وضعیت له نېږدې ګوري، يا د افغانستان له خلکو سره دوستي وکړي او یا د دوی له دوښمنانانو سره، خو دوی يوازې څارونکي او قرباني يوازې د افغانستان خلک ورکوي او د سولې هېڅ درک نشته."

امریکا د طالبانو د رژیم له سقوطه وروسته د ځاني تلفاتو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره سلګونه میلیارده ډالر هم لګولي دي.

يو شمېر سناتوران وايي، که امریکا د افغانستان جګړه نيمګړې پرېږدي، نو دا به په دې معنا وي چې د سولې لپاره یې هڅې له بند بست سره مخ دي او دغه هېواد په دې هڅه کې دی چې له افغانستانه پښې سپکې کړي.

راپور: محمد واصل وصال