د کندهار د ۴ ولسوالیو په کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل کېږي

آرشیف، یو تن افغان کروندګر د غنمو د حاصلاتو د چاڼ کولو پرمهال

د کندهار د څلورو ولسوالیو په کروندګرو د غنمو د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو او کېمیاوي موادو د وېشلو لړۍ پیل شوه.

د غنمو د وېش دا لړۍ د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د دې ولایت د کرنې ادارې له لوري پیل شوه.

د دې توکو د وېش لړۍ د ډند له ولسوالۍ پیل شوه چې د یاد ولایت دامان، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو ته به پراختیا پیدا کړي.

د کندهار د کرنې ادارې مشر سید حفیظ الله سعیدي ازادي راډيو ته وویل چې کروند ګرو ته به د دې مرسته شویو توکو په ترڅ کې د اصلاح شویو غنمو یو بڼدل او د کېمیاوي سپینې سرې او ډي پي سرې دوه بنډلونه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، دا مرستې په کرنه کې د خوراک نړیوال سازمان FAO له خوا برابرې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې سره به د کروندګرو په حاصلاتو او اقتصاد کې تر یوه بریده بدلون راشي.