په ۲۰۱۹ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله د یونېسف اندېښنه!

آرشیف، په هلمند کې یو شمېر ښځینه واکسیناتورانې یو ماشوم ته د واکسین ورکولو په حال کې

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف چارواکي اندېښنه څرګندوي چې واکسین ته د ماشومانو نه لاسرسی او د امنیتي ستونزو له امله به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف چارواکي وايي، کندهار، هلمند، ننګرهار، ارزګان او کونړ هغه ولایتونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ خطر پکې ډېر لیدل کېږي او ډېری په همدغو ولایتونو کې د نا امنیو له امله د پولیو کمپاینونه هم نه تطبیق کېږي.

د یونېسف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اندېښنه دا ده چې واکسین ته د ماشومانو نه لاسرسي او د امنیتي ستونزو له امله به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي.

ده زیاته کړه:

"که چېرې امنیتي ستونزې زیاتې شي، زمونږ لاسرسی به ډېر محدود شي او اندېښنه دا ده چې کېدای شي چې د پولیو پېښې نورې هم زیاتې شي، زمونږ لومړیتوب همدا دی چې هغو سيمو ته ځان ورسوو چې ماشومان یې واکسین شوي نه دي او په تېرو څلورو کمپاینونو کې نېږدې یو میلیون ماشومانو ته د امنیتي ستونزو له امله هېڅ واکسین نه دی رسېدلی."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله د هېواد په جنوبي سېمو کې چې د ګوزڼ زياتې پېښې لري، نېږدې يو ميليون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه رسېږي.

ارشیف، په کندهار کې یو واکسیناتور یو ماشوم ته د واکسین څاڅکي ورکوي

په ورته وخت کې د کونړ د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عزیزالرحمن ساپي تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې په ډېرو سیمو کې وسله ‌وال د پولیو د واکسین له کمپاین سره مخالفت کوي او له دې امله ۳۰ زره ماشومان د پولیو یا د ماشومانو د فلج پر ضد له واکسینه محروم شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ملي پروګرام د اړيکو او پوهاوي مسؤل ډاکتر ګلاخان ایوب د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پولیو ۲۱ پېښې له دوی سره ثبت شوي چې ډېرې یې په کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دي.

خو نوموړي وویل چې په دې برخه کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په اړیکه کې دي او هڅې روانې دي چې نا امنو سيمو ته هم خپل کمپاینونه وغځوي.

نوموړي زیاته کړه:

"زمونږ پلانونه دا دي چې پولیو واکسین بې طرفه وساتو او د ټولني له مخورو اشخاصو او دیني عالمانو مرسته وغواړو، ترڅو د هغوی په وسیله دغو ماشومانو ته ورسېږي، هیله مند یوو چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دا ستونزه هواره شي او ټولو ماشومانو ته واکسین ورسول شي."

د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف همدارنګه د افغان دولت پر وسله والو مخالفانو هم غږ وکړ چې د پولیو د واکسین د کمپاینونو مخه ونه نیسي.

دوی دغه راز له کورنیو هم غوښتنه کوي چې خپلو کوچنیانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ درملنه نه لري او د مخنیوي یوازنۍ لار يې له پنځه کلنۍ مخکې واکسین کول دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي نه ده محوه شوې.

راپور: ناجیه ساپۍ