ازادي راډیو به د روسیې سترې محکمې ته یو عرض وکړي

د ازادې اروپا / ازادي راډیو مرکزي ودانۍ

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مسؤلان وايي چې د روسیې سترې محکمې ته به عرض وکړي چې پر دې اداره د یو لک ربلو جریمه چې تقریباً ۱۴۰۰ ډالر کېږي، لیرې کړي.

د مسکو سیمه‌ییزې محکمې په‌دې تور چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په روسیه کې د خپلو مسؤلیتونو په سر ته رسولو کې ناکامه شوې، د "بهرنیو اجنټانو" د قانون له مخې جریمه کړه.

د روسیې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ډېرې برخې وتړلې.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ادارې د مسکو د استېناف له محکمې هم غوښتنه کړې وه چې ورباندې لګولې جریمه لغوه کړي، خو د ډسمبر په میاشت کې یې غوښتنه رد شوه.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سرپرستې مشرې، ډېزي سنډلر ویلي چې دا په روسیه کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو د فعالیت د مخنیوي هڅه ده.

ډېزي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، وویل چې د "دوی خبریالان د هېڅ بهرني حکومت په استازیتوب کار نه‌کوي."