له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د کډوالو په اړه‌یې د ګاونډیانو اندېښنې

ارشیف، په پاکستان کې افغان کډوال

د افغانستان یو شمېر ګاونډیان له دې هېواده د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتلو ته له دې پلوه ډېر اندیښمن دي چې ښایي بیا ورسره د کډوالو بحران رامنځته شي.

په کابل کې د یو شمېر هېوادونو ډیپلوماتانو ویلي چې که د امریکا متحده ایالات ناببره له افغانستانه ځواکونه وباسي د دې خطر شته چې ورسره په زرګونو کسان بیا کډوالۍ ته مخه کړي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو چې له امریکایي چارواکو سره یې خبرې کړي، یو شمېر ډیپلوماتانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی پر خپلو پالیسیو غور کوي او هم د خپلو پولو د ټینګولو لپاره تیاری نیسي.

د یوه اسیایي هېواد ډیپلومات چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی ویلي چې که څه هم تر اوسه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان نه‌دی روښانه، خو دوی غواړی چې یو واضح پلان ولري. دې ډیپلومات اندیښنه ښکاره کړې چې وضعیت ښایي ډېر ژر له بده بدتر شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې تېره اوونۍ وویل چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه پنټاګون ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو امر نه‌دی کړی، خو له دې سره - سره د ټرمپ ادارې هغه راپورونه چې وایي، له افغانستانه د ۱۴ زرو امریکایي سرتېرو نیمایي به یې له دې هېواده ووځي نه رد او نه هم تأیید کړي دي.

ارشیف، ولسمشر ټرمپ تر اوسه پنټاګون ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو امر نه‌دی کړی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هم هڅې تېزې شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وروستي ځل تېره میاشت د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د طالبانو له استازیو خبرې وکړې چې تر ډېره هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د اوربند پر موضوعاتو څرخېدې.

د یو شمېر کارپوهانو په باور د ایران، پاکستان او روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو که له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر دایمي حضور شک څرګند کړی، خو په عین حال کې دغه هېواد نه لېواله هم نه‌دي چې امریکایي ځواکونه ناڅاپه له دې هېواده ووځي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي، د سیمې هېوادونه د امریکا له پوځي حضور پرته د افغانستان امنیت او ثبات ته اندیښنه لري، خو په عین حال کې په دې هېواد کې د امریکا پوځي اډې هم په خپل زیان ګڼي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

نوموړي وویل:

"زه فکر کوم دغه هېوادونه په عین حال کې چې د امریکا دایمي حضور او د امریکا پوځي اډې په سیمه کې په خپل ضرر ویني او نه یې مني، په اوږد مهال کې پردې مبني د دوی د ایستلو په تېره بیا د تدریجي وتلو مسئلې ته په احتیاط سره هرکلی وایي. له بلې‌خوا دوی له دې هم ویریږي چې که له یوې خوا د افغانستان د بحران مدیریت په دقیق ډول ونه‌شي او له بلې‌خوا د دوی ګټې په‌کې خوندي نه‌شي، دا بیا دوی ته یو تهدید ګڼل کېږي."

ګریم سمیت چې د نړیوالو کړکېچونو په څیړنیز مرکز کې د یوه سلاکار په توګه کار کوي وایي، له افغانستانه د یو زیات شمېر امریکايي سرتېرو د ایستلو راپورونو ته که یو شمېر هېوادونو محتاطانه خوشبیني ښکاره کړې، دوی دا هم نه غواړي چې دغه ځواکونه په بېړه ووځي.

د هغه په باور ټولو خواوو دا منلې چې په بېړه د ځواکونو وتل به نوې کورنۍ جګړې ته لاره پرانېزي چې ورسره به ټوله سیمه بې ثباته شي.

سمیت وایي، د افغانستان ګاونډیان داشی نه غواړي خو په‌دې اړه د واشنګټن مبهم دریځ هم دوی له یوه مبهم حالت سره مخ کړي دي.

پاکستان چې په خپله خاوره کې یې څو لسیزې میلیونونو افغان کډوالو ته ځای ورکړی او اوس هم په‌کې نېژدې یو نیم میلیون افغانان اوسي، په‌دې وروستیو کې یې له افغانستان سره د ګډې پولي په اوږدو کې د امنیتي موانع د جوړولو کار چټک کړی دی.

  • پاکستان

یوه پاکستاني چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې که د افغان کډوالو یوه نوې څپه پیل شي، دا ځل به ورته اجازه ورنه‌کړل شي چې د پاکستان د خاورې دننه د ځان لپاره کورونه جوړ کړي بلکه له ګډې پولې سره به ورته کمپونه ودروي.

  • ایران

د افغانستان بل ګاونډ ایران هم چې ویل کېږي تر اوسه په‌کې یو میلیون دوه لکه افغان کډوال اوسي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتلو ته له دې اړه اندیښنه لري چې پر دې هېواد بیا د افغان کډوالو بهیر ورمات نه‌شي.

یوه ایراني چارواکي رویټرز ته د دې خبرې ترڅنګ ویلي چې د افغانستان له حکومت سره له نېژدې کار کوي چې ایران ته په پراخه پیمانه د افغان کډوالو د ننوتو مخه ونیسي.

  • ترکیه

ترکیه که څه هم له افغانستان سره ګډه پوله نه‌لري، خو اکثره افغانان اروپا ته د تلو په نیت دې هېواد ته ځانونه رسوي. ډېری افغانان هم له ایرانه ترکیې ته اوړي.

په کابل کې د ترکیې د سفارت دوهم سکرتر محمت اوزګور شاک وایي، خپلې پولې یې د غیرقانوني کډوالو پرمخ چې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي نه‌دي تړلي.

د ترکیې پولیسو ویلي چې تېر ۲۰۱۸میلادي کال یې شاوخوا نوي زره افغانان چې په جعلي اسنادو یې دې هېواد ته د ننوتو هڅه کوله، نیولي دي. دا د وړم ۲۰۱۷ میلادي کال په نسبت دوه برابره زیاتوالی ښیې.

په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې یوه نوې مرحلې ته داخلې شوي، طالبانو هڅه کړې چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته دې اندیښنه نه لري.

د رویټرز په لیکنه افغانان د طالبانو پر دغه نوي دریځ بې باوره دي.

سید رفیع سادات چې په هرات کې محصل دی وایي، طالبان به بیا سخت مقررات وضع کړي او ډموکراسي به له منځه یوسي.

هغه وایي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي راتلونکي ته نوره هیله مندي نشته او موږ ته له هېواده له وتلو پرته بله لاره نه پاتې کېږي.