په لغمان کې سږ کال د ترکاریو او سبزیجاتو حاصلات زیات شوي

ارشیف/ په یوه دکان کې ډول ډول ترکاري

د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلان وايي، سږ کال د دغه ولایت د ترکاریو او سبزیجاتو حاصلات زیات شوي دي.

د لغمان د کرنې رئیس محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډیو ته وویل چې روان کال د دغه ولایت په ۷ زره او ۲۰ هکټاره ځمکه ترکاري کرل شوې وه چې تر اوسه‌یې حاصلات ۱۶۵ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.

ښاغلي خوشحال وویل چې په‌دې کې، بادرنګ، تور بادنجان، بامیه، روميان، ګُلپي، کدو، پیاز، کچالو، کاهو، سپینه مُلۍ، مرچک او شلغم شامل دي.

د معلوماتو له مخې له دغه ولایته هره ورځ په لسګونه موټره سبزي او ترکاري کابل او نورو ولایتونو ته انتقالېږي او د یاد ولایت کروندګر له دې درکه ښه عاید ترلاسه کوي.