سعیدي: د ارزګان په درملتونونو کې ټول غیر مسلکي کسان ناست دي او جواز نه‌لري

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعیدي

د ارزګان والي وايي، دې ولایت کې په درملتونونو کې ټول غیر مسلکي کسان ناست دي او جواز نه‌لري.

د دې ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعیدي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» په ارزګان ولایت کې د خصوصي روغتیايي علومو څخه د فارغ شویو محصلینو د ازموینې پر مهال وکړې.

د ازموینې مهال

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دغه ولایت کې د روغتیا وزارت مسؤلینو د ۱۴۰ ښځینه او نارینه‌وو هغه محصلینو څخه ازموینه واخیستل شوه، کوم چې په‌دغه ولایت کې له خصوصي روغتیايي علومو څخه فارغ شوي وو.

د دغه ولایت خلک هم وايي چې بې‌کیفیته درمل او تش په نوم ډاکتران د خلکو ژوند ګواښي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور