د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر «نی» وایي، سږنی میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال و چې ۲۰ خبریالان پهکې وژل شوي دي.
د دغه دفتر اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» په کابل کې د دغه بنسټ د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل:
"سږنی ۲۰۱۸ میلادي کال چې موږ یې وروستۍ ورځې تېروو، د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله پهکې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د کچې د ۱۸ سلنه زیاتوالي شاهدان یو."
د دغه دفتر په خبره سږ کال د ټول هېواد په کچه له خبریالانو او رسنیو سره د تاوتریخوالي ۱۹۷ پېښې ثبت شوې دي چې؛
- ۲۰ د وژنو پېښې.
- ۲۰ د ټپي کېدو پېښې.
- ۵۹ د ګواښونو پېښې.
- ۳۴ د وهلو او ډبولو پېښې.
- ۱۲ پر رسنیو د حملو پېښې.
- یوه د اختطاف پېښه.
- ۴۹ نورې بیا معلوماتو ته د نهلاسرسي پېښې دي.
- یوه د یوې سیمهییزې راډیو پر دفتر د راکټي برید پېښه.
- او یوه هم د یوه حکومتي چارواکي د ساتونکو لهخوا د یوه ټلوېزیوني شبکې د خبریال د وهل ډبولو پېښه ده.
نی وایي، له خبریالانو او رسنیو سره د زور زیاتي عاملین په دې ډول دي:
- ۵۵ سلنه حکومتي چارواکي.
- ۲۳ سلنه طالبان.
- ۱۴سلنه ناپېژانده وسلهوال.
- او ۸ سلنه عام خلک.
د همدغه کال د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د ازادي راډیو درې خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او دغهشان فرشته محرم دُرانۍ چې نوې یې غوښتل پهدغه راډيو کې دنده واخلي هم د کابل په شش درک سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.
Your browser doesn’t support HTML5
د نی دفتر د معلوماتو له مخې تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې بیا د ټول هېواد په کچه له ژورنالېستانو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۶ پېښې ثبت شوې وې چې ډېری یې د وهلو ډبولو، اطلاعاتو ته د نهلاسرسي او ګواښونو پېښې وې.
په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار سید جعفر راستین چې دغه غونډه کې یې ګډون درلود وویل چې دوی د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره ځینې مقررۍ جوړې کړي چې وروستۍ شوې هم دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب او له دوی نه د ملاتړ لپاره د تقنیني اسنادو تدوین، د خبریالانو د امنیت مقرره چې وړاندې دا د خبریالانو په ګډه کمېټه کې طرزالعمل و او مقررې تهیې ارتقاع وکړه همداراز د جګړې له کرښو د خبریالانو د امنیت لپاره مو مقررې برابرې کړي چې وروستۍ شوې هم دي، هیلهمند یو چې دا د خبریالانو د ژوند لپاره ګټورې تمامې شي."
ښاغلي خلوتګر دا هم وویل چې حکومت او د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او ادارې باید د ټول هېواد په کچه داسې پلانونه هم تنظیم کړي چې له مخې یې د خبریالانو ژوند خوندي او هم اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.
افغان خبریالانو له حکومته غوښتي چې د دوی د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
راپور: فېروزه عزیزي