د بلوڅانو ازادي بخښونکي غورځنګ تأیید کړه چې یو مشر یې وژل شوی

ارشیف، په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ شوې حمله

د بلوڅانو ازادي بخښونکي غورځنګ تأیید کړه چې یو مشر یې چې په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ د وروستۍ حملې طراح بلل شوی، وژل شوی دی.

د بلوڅانو د ازادي بخښونکي غورځنګ ویاند جیاند بلوچ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د دې ډلې مشر اسلم بلوچ او د هغه پنځه ملګري په یوه چاودنه کې چې ځای یې نه‌دی ښودلی وژل شوي.

خو افغان چارواکو ویلي چې وړمه ورځ د کندهار په عینو مېنه کې په یوې ځان‌وژونکې حمله کې د بلوڅانو یو کور په نښه شوی و.

د بلوڅ بېلتون‌پالو مشر او ملګري یې وروسته له هغې وژل کېږي چې تېره میاشت درې وسله‌والو په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ حمله کړې وه چې په نتیجه کې یې درې واړه برید کوونکي، دوه پولیس او دوه ملکیان ووژل شول.