سمنګان کې ۲ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ د بېړنیو مرستو انتظار باسي

ارشیف، د ننګرهار یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ

په سمنګان کې د مهاجرینو چارو ریاست وايي، ناامنۍ او وچکالۍ په‌دغه ولایت کې ۲ زره کورنۍ بې‌ځایه کړي چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ولایت د مهاجرینو د چارو ریاست مشر سید کمال حسیني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا کسان د سمنګان اړوند سیمو او له ګاونډیو ولایتونو څخه د وچکالۍ او ناامنۍ له امله ایبک ښار ته رابې‌ځایه شوي دي.

ښاغلي حسیني زیاته کړه:

"کابو ۲ زره کورنۍ چې د ناامنۍ او ځیني یې د وچکالۍ له امله را بې‌ځایه شوي، سرپناه او بېړنیو ژمني مرستو ته اړتیا لري."

ارشیف، په هرات کې داخلي بې‌ځایه شوي کډوال

د سمنګان د کډوالو چارو ریاست مسؤلان وايي چې د بې‌ځایه شویو او د سیمې اصلي اوسېدونکو د پېژندنې لپاره د یوه منظم او شفاف سیستم د نشتوالي له وجهې، مستحقو بې‌ځایه شویو ته د بشري مرستو په وېش کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلي حسیني وویل:

" دا چې یو دقیق سیستم او منظم مېکانیزم نه‌شته، کله داسې وشي چې د سیمې اصلي اوسېدونکي هم د بې‌ځایه شویو کډوالو په لېست کې شامل شي او همدارنګه بیا ډېر وخت بې‌ځایه شوي کسان د مساعدتونو د وېش له لېسته محرومېږي."

د سمنګان ولایتي شورا غړي هم په‌دې ولایت کې د وروستیو ناامنیو زیاتوالی، د طالبانو پراخ حضور او د روان کال وچکالي په‌دغه ولایت کې د کورنيو بې‌ځایه شویو کسانو د شمېر د زیاتېدو اصلي لامل بولي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر داخلي بې‌ځایه شویو سره مرستې شوي چې بسنه نه‌کوي، خو یوه لویه برخه‌یې په بد بشري وضعیت کې دي.

هغه وویل:

"هغه مرستې چې ترسره شوي، بسنه نه‌کوي، دلته سلګونه او زرګونه وګړي بې‌ځایه شوي او اساسي علت‌یې ناامني او روانه وچکالي ده. "

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې پخوا د سمنګان په ګاونډي ولایت بلخ کې هم د کډوالو چارو ریاست د ناامنۍ او وچکالۍ له امله د داخلي بې‌ځایه شویو د شمېرو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښولې او ویلي دي چې په بلخ کې څه باندې ۲۳ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ بې‌برخلیکه د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی