امريکا اوکراين ته د ١٠ ميليونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته ورکوي

د امريکا متحدو ايالتونو ويلي چې اوکراين ته به د ١٠ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرسته ورکړي.

د دې مرستې هدف دا دى چې وروسته له هغې چې تېره مياشت روسيې د کييف درې کښتۍ ونيولې، اوکراين وکړاى شي خپل سمندري ځواک پياوړى کړي.

د واشنګټن د دې پوځي مرستې اعلان د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې بريتانيا هم پلان لري چې د اوکراين له سمندري ځواکونو سره مرسته وکړي.

د روسيې ساحلي ساتونکو د نوامبر په ٢٥مه په کرچ تنګي کې چې تور سمندرګى له ازوف سمندرګي سره تړي، اول د اوکراين پر کښتيو ډزې وکړې، بيا يې د اوکراين درې کښتۍ او ٢٤ ماڼوګان ونيول.

مسکو ادعا کړې چې دغه کښتۍ کريميا ته نېږدې په غير قانوني ډول د روسيې د قلمرو اوبو ته داخلې شوې وې.

روسيې کريميا سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې له اوکراينه جلا او په خپلې خاورې پورې الحاق کړه.