پنټاګون کې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو پر وتلو خبرې کېږي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د امریکا په دفاع وزارت کې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو د وتلو پر وړاندیز خبرې کېږي.

که دا پلان تأیید شي، تر راتلونکي اوړي به د امریکا د عسکرو نیمه برخه له افغانستانه وایستل شي.

اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه د سپینې ماڼۍ ټینګار د امریکا د دفاع د وزیر د استعفا یو مهم دلیل و.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر ټوېټر ولیکل چې د هغه دفاع وزیر جېمز مټېس به د راتلونکي کال په فبرورۍ کې تقاعد وکړي.

د رپوټونو پر اساس، د فبرورۍ ۲۸مه به مټېس د کار وروسته ورځ وي.

خو د افغانستان حکومت ویلي چې د امریکايي عسکرو وتل د افغانستان د امنیت پر وضعیت بد اغېز نه شي کولای.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن د ډسمبر۲۱مه، پر ټوېټر لیکلي چې په وروستیو څلور نیمو کلونو کې د امنیتي چارو مسوولیت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې وو.