ارګ: د څو زره بهرنیو سرتېرو وتل به هېڅ‌کله هم په امنیت تأثیر ونه‌لري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د څو زره بهرنیو سرتېرو وتل به هېڅ‌کله هم د هېواد په امنیتي وضعیت تأثیر وانه چوي.

وروسته له هغې چې پنټاګون له افغانستانه د شاوخوا ۷ زرو امریکايي سرتېرو د وتلو خبره مطرح کړه، افغان حکومت یې په غبرګون کې وايي چې د څو زره بهرنیو سرتېرو وتل به هېڅ‌کله هم په امنیت تأثیر ونه‌لري.

ارګ

په دې اړه نور: په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو په اړه پنټاګون پر یوه پلان کار کوي

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، راغلي په تېرو څلور نیمو کلونو کې د لومړۍ کرښې جګړه او د ټول هېواد عام او تام امنیت د افغان ځواکونو له‌خوا ترسره شوی.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي دا چې څو زره بهرني سرتېري چې هغه هم تر ډېره د روزنې، تخنیکي مرستو او حمايي چارې پرمخ وړي، که دا و وځي دا به په هېڅ توګه په امنیتي برخو تاثیر ونه لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې پنټاګون په یو داسې پلان کار کوي چې که نهايي شي، په افغانستان کې د مېشتو ۱۴ زرو امریکايي سرتېرو نیمايي تر اوړي پورې له دې هېواده وایستل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي وايي، وړاندې له دې چې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي باید افغان ځواکونه بشپړ تجهیز شي.

د دغه کمېسیون غړي نواب منګل ازادي راډيو ته وویل:

"که د دوی وتل ژر وي، هیله مو دا ده چې د افغان وسله‌والو ځواکونو هغې برخه چې تراوسه نه‌دي اکمال شوي، هغه اکمال شي، څو له دښمن سره د مقابلې توان ولري."

د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو له خولې کړې.

دې خبري اژانس ویلي، دا به په‌داسې حال چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هڅې روانې دي، د دې هېواد په اړه د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژۍ کې ناڅاپي بدلون وي.

په دې اړه نور: د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس له خپلې دندې استعفا کړې

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی ویلي، دا سرتېري به تر اوړي پورې له افغانستانه و ایستل شي، خو په اړه یې وروستۍ پریکړه نه‌ده شوې.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د چارواکو له قوله وايي، د افغانستان څخه په وتلو د سپینې ماڼۍ وروستی ټینګار یو بل مهم علت و چې د امریکا دفاع وزیر مټیس د پنجشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.

بل خوا د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم که څه هم د بهرنیو ځواکونو وتل ښه کار بولي، خو ټینګار کوي که دغه وتل له پلان او افغانانو سره په هم‌غږي ترسره نه‌شي ستونزې به جوړې کړي.

کریم خرم

ښاغلي خرم په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په هغه صورت کې چې د دوی وتل د منظم پلان له مخې او افغانانو سره په تفاهم کې وي، چمتوالی ورته ونیول شي، تشه رامنځ ته نه‌شي ښه کار دی، خو بې مقدمې وتل، سل لانجې چې هم دوی او هم نورو افغانانو ته جوړې کړې، که هغه پرځای پرېښودل شي او دوی هم ځای خالي کړي، زه فکر کوم چې دغه تشه به بیا ښه تمام نه‌شي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوږدې مودې راهېسې له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو ټینګار کاوه، خو د دې کال په پیل کې نوموړي د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس او نورو پوځي مشرانو له خوا وهڅول شو چې پر طالبانو د فشار ساتلو او د داعش ډلې سره د جګړې لپاره باید په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور وساتل شي.

راپور: رحمت الله افغان