د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس له خپلې دندې استعفا کړې او ویلي یې دي چې د نوي کال تر پیله به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس وايي چې په خپل استعفا لیک کې یې د نورو مسایلو ترڅنګ د روسیې او چین پر وړاندې د امریکا په پالیسیو کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپلو نظریو د توپیر یادونه کړې.
په دې اړه نور: جېمز مټېس د ۲۰۱۹ میلادي کال په پېل کې له کاره وځيمټېس لیکلي دي چې روسیه او چین غواړي د نورو هېوادونو د اقتصاد، ډیپلوماسۍ او امنیت په اړه پریکړو کې د ویټو د حق په کارولو سره د خپلو استبدادي مودلونو په څیر نړۍ رامنځ ته کړي، خو دی زیاتوي چې امریکا باید د ځان د دفاع لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
مټیس که څه هم په خپل استعفا لیک کې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته اشاره نهده کړې، خو لیکلي یې دي چې د امریکا په پوځ کې د ۴۰ کلونو خدمت تجربې ده ته ور زده کړي دي چې متحدایالات خپلو متحدانو ته د درناوي ترڅنګ د خپلو او د خپلو متحدانو د ګټو د خوندي کولو لپاره باید له ټولو امکاناتو کار واخلي.
هغه ټینګار کړی چې متحدایالات د هغو هېوادونو پر وړاندې چې ستراتیژیکې ګټې یې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي باید یو ټینګ او قاطع دریځ خپل کړي.
مټیس لیکلي، ولسمشر د داسې یوه دفاع وزیر د لرلو حق لري چې په دې او نورو مسایلو کې له ده سره په یوه نظر وي.
مټېس دا څرګندونې څو شېبې وروسته له هغه وکړې چې ټرمپ پر ټویټر په یو پیغام کې اعلان وکړ چې دفاع وزیر به د ۲۰۱۹میلادي کال د فبروري میاشتې ترپایه تقاعد شي.
General Jim Mattis will be retiring, with distinction, at the end of February, after having served my Administration as Secretary of Defense for the past two years. During Jim’s tenure, tremendous progress has been made, especially with respect to the purchase of new fighting....
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 20, 2018
له دې اعلانه سمدستي وروسته د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د مټېس د استعفا په اړه خبرداری ورکړ، ځکه مټېس د ټرمپ په اداره کې د مهمې ستنې حیثیت درلود.
په سنا کې د ډموکراټانو مشر چک شومر خبریالانو ته وویل چې د مټېس استعفا د ټرمپ په اداره کې د ګډوډۍ نښه ده او د استازو جرګې غړې نانسي پلوسي چې ډېر ژر به د دې جرګې مشره شي ویلي چې د مټېس د استعفا خبر ټکان ورکړی دی.
پلوسي ویلي دي چې ډېر مهم سیاستوال د ګډوډۍ له کبله او ځینې نور بیا په رسوایۍ د ټرمپ له ادارې وتلي دي.
د سنا د استخباراتو د کمېټې مرستیال مشر ډموکراټ سناتور مارک وارنر ویلي، دا ډېره وېروونکې خبره ده چې مټېس د ټرمپ له ادارې وځي.
وارنر پر ټویټر لیکلي چې د ټرمپ په بې نظمه اداره کې مټیس د ثبات د یو ټاپو په څیر و.
This is scary. Secretary Mattis has been an island of stability amidst the chaos of the Trump administration. As we’ve seen with the President’s haphazard approach to Syria, our national defense is too important to be subjected to the President’s erratic whims. https://t.co/9qPluSGLUc
— Mark Warner (@MarkWarner) December 20, 2018
ځینو نورو سناتورانو او د استازو د جرګې غړو هم په دې اړه اندیښنه ښودلې ده.
ټرمپ د مټېس د استعفا له اعلان څو شېبې مخکې پر ټویټرپه یو پیغام کې ولیکل چې جنرال جېمز مټیس زما په اداره کې د دفاع وزیر په توګه له دوه کاله کار وروسته د را روانې فبروري میاشتې تر پایه تقاعد ته ځي.
ټرمپ ویلي چې مټېس په دې برخه کې زما تکړه همکار و چې نور هېوادونه او د امریکا متحدان په پوځي برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي او د ده د کار په دوره کې په تېره د جنګي تجهیزاتو د پېرلو په چاره کې ښه پرمختګ وشو.