په کابل کې د تخنیکي کارګرانو د روزلو یوه نوې څانګه پرانېستل شوه

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د افغان کوریا د حرفه‌یي زده‌کړو په روزنیر مرکزکې د تخنیکي کارګرانو د روزلویوه نوې څانګه پرانېستل شوه.

که څه هم د افغانستان د کار او ټولنیزو وزارت او د کارګرانو بېلابېلې ټولنې وايي، په افغانستان کې کار ته چمتو شا وخوا دوه میلیونه کسان د کار په لټه کې دي، په کابل کې د افغان کوریا د حرفه‌یې زده‌کړو په روزنیز مرکز کې د پنجشنبې په ورځ د تولیدي فابریکو د تخنیکي چارو لپاره دمسلکي کارګرانو د روزلو یوه نوې څانګه پرانېستل شوه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‎الله ذکې د دغې څانګې د پرانېستو پرمهال هیله وښوده چې د یادې څانګې کارګران، د هېواد د تولیدي فابریکو تخنیکي ستونزو ته رسیده ګې وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‎الله ذکې

نوموړي زیاته کړه:

"وزارت د «کویکا» له ادارې سره په هم‌غږۍ، په لومړي ګام کې د فابریکو د ادارو او تولیدي برخو لپاره کارګران روزي چې د فابریکو د برښنا او کمپیوټر برخې او همدارنګه ځینې نورې پرمختللې برخې هم په کې شاملې دي. ممکن له دغې لارې ګڼ شمېر کسان د کار خاوندان شي."

د دغې څانګې د فعالېدو تړون د کار او ټولنیزو چارو د وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې، د صنایعو د انجمن او په کابل کې د افغان - کوریا د همکاریو د نړیوال دفتر ترمنځ لاسلیک شو.

اوس‌مهال د افغان - کوریا د حرفه‎یې زده‎کړو د مرکز په بېلابېلو څانګو کې په سلګونو ښځینه او نارینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

مسوولینو وویل، د افغان - کوریا روزنیر مرکز هڅه کوي چې د مارکیټ اړتیاو ته په پام کارګر وروزي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر دا هم وویل چې خصوصي سکتورکولی شي له دغو ځوانانو نه د خپلو اړتیا سره سم کار واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان‌جان الکوزي وویل، اوس‎مهال د تولیدي فابریکو اکثره تخنیکران بهرنیان دي او نوي پرانېستل شوې څانګه به بهرنیو ماهرانو ته د خصوصي سکتور اړتیاوې کمې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

خو د کار په لټه کې یو شمېر کسان وايي، ډېری داسې کسان شته چې د افغان کوریا روزنیز کورسونه یې سرته رسولي، خو بیا هم د کار په لټه کې دي.

د حبیب الله په نامه یوه ځوان ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې د کار وضعیت ډیر خراب شوی، زه د طبابت له څانګې فارغ یم، خو کار راته نه پیدا کېږي، هرې ادارې ته چې ورځم نه مې نیسي، واسطه نه لرم ځکه وزګار یم، له دولته غواړو فابریکې او پراختیايی پروژې جوړې کړي چې خلک په کې په کارونو بوخت شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیز چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې هر کال د وزګارو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې مخکې له دې ازادي راډیو ته ویلي، د لېسو او پوهنتونونو فارغان، د جنګونو له امله بې ځایه شوي او له بهرنیو هېوادونو نه راستانه شوي هغه کسان دي چې هر کال د وزګارو شمېر زیاتوي.

د افغان کوریا د حرفه‌یي زده‌کړو روزنیز مرکز له ۲۰۰۵میلادي راهیسې په کابل کې فعال شوی چې د دغه د دفتر د رئیس ریدې دستوینګیچ په خبره تر اوسه یې د دغه مرکز د حرفه‌یي زده کړو په څانګو کې څه کم اته زره ښځې او نارینه روزلي دي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنه وايي، د هېواد د وزګارو کسانو شمېر ته په کتو، که د دغه مرکز فارغان د کار خاوندان هم شي، په هېواد د بې کارۍ اوسنۍ ستونزه نه شي کمولی.

راپور: خان محمد "سیند"