د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن په کابل کې دی.
هغه پرون ماښام کابل ته ورسېد.
خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې تېره شپهیې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له مشرانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د ابوظبي د غونډو په اړه خبرې کړې دي.
خلیلزاد لیکلي چې له دواړو مشرانو سرهیې د خپلو خبرو او کتنو جزئیات شریک کړي دي.
Glad to be back in Kabul where I met with @ashrafghani & @afgexecutive last night to discuss my mtgs in Abu Dhabi & next steps toward an intra-#Afghan dialogue. Looking forward to mtg w civil society & youth leaders, political party leaders & other stakeholders today #Afghanistan pic.twitter.com/I66ngZ9e21
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 20, 2018
خلیلزاد پرون او وړمه ورځ په ابوظبي کې د طالبانو له استازو سره وکتل.
طالبانو په یوه بیان کې چې رسنیو تهیې پرون استولی و، وویل چې له خلیلزاد سره د هغوی استازو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د طالبانو د بندیانو پر خوشې کولو خبرې کړې دي.
طالبانو رد کړه چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت پر جوړېدو، اوربند یا د جمهوري ریاست پر انتخاباتو خبرې شوې دي.
له افغانستانه د سولې مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي يې په سر کې و، ابوظبي ته تللی و، خو طالبانو وویل چې د افغانستان د حکومت له استازو سرهیې خبرې نهدي کړي.
خلیلزاد پرون له متحده عربي اماراتو پاکستان ته ولاړ.
د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي چې هغه د پوځ د لوي درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل او د پاکستان له همکارۍ یې مننه وکړه.
د جنرال باجوه او زلمي خلیلزاد د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي.
خو د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن پر ټویټر د پیغامونو یوه سلسله خپره کړې چې د کوم مشخص هېواد نومیې نهدی پهکې اخیستل شوی، خو پهکې ویل شوي چې هېڅ وګړي یا هېواد ته اجازه نهورکوي چې په افغانستان کې پر سیاسي جوړښت خبرې وکړي.
حمد الله محب لیکلي چې افغانان سوله غواړي، نه داسې معامله چې په بیړه شوې وي او د افغانانو قرباني ضایع کړي.
Our people want lasting peace, not a hurried deal that ignores our sacrifices. Peace efforts require strategic patience, tact, and courage — not improvisation without direction.
— Hamdullah Mohib (@hmohib) December 20, 2018
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ بل هېواد دا حق او صلاحیت نهلري چې په افغانستان کې د سیاسي اعمال په ګډون د دولت جوړونې پر نوي فورمول یا تشکیلاتو خبرې وکړي چې د افغانستان پر اساسي قانون تېری کوي.
The Afghan people need to be assured that peace is our collective desire and that’s what we are working to achieve. #Peace_is_coming
— Hamdullah Mohib (@hmohib) December 20, 2018
حمد الله محب لیکلي چې د افغانانو پر قربانۍ به معامله ونهشي.
هغه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او امریکا هڅې ستایلي چې په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته د لارې د پرانیستلو هڅې کوي.
محب یادونه کړې چې د کابل او واشنګټن اړیکې پر هغه دوه اړخیز امنیتي سند ولاړې دي چې افغانانو، مشورتي لویې جرګې، ولسي جرګې او مشرانو جرګې یې ملاتړ کړی دی.
The U.S.-Afghan relations are guided by our bilateral security agreement, supported overwhelmingly by the Afghan people and ratified by the Consultative Loya Jirga, the Wolesi Jirga and the Meshrano Jirga.
— Hamdullah Mohib (@hmohib) December 20, 2018
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پنجشنبه د ډسمبر۲۰مه، پر ټویټر لیکلي چې نن د ورځې به د افغانستان د مدني ټولنې له استازو، سیاسي مشرانو او د ځوانانو له یو شمېر استازو سره وګوري.