د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اړمنو لپاره پر خلکو د مرستې غږ وکړ

اړتیاوې دومره زیاتې شوي چې د سرې میاشتې په لاس کې شته امکانات ورته بسنه نه‌کوي.

افغاني سره میاشت ټولنه وايي په هېواد کې له جګړو ور هاخوا طبیعي پېښو او وچکالیو له خلکو سره د مرستو اړتیا ډېره کړې ده.

د یادې ټولنې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا اړتیاوې دومره زیاتې شوي چې د سرې میاشتې په لاس کې شته امکانات ورته بسنه نه‌کوي.

هغې پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو هېوادوالو د لاس‌نیوي په خاطر له سرې میاشتې سره مرسته وکړي.

نیلاب مبارز

نوموړې زیاته کړه:

"که خلک خپله کومک وکړي او د سرې میاشتې له لارې خیرات ورکړي؛ کیدلای شي چې دا ستونزه کابو شي او خلکو ته د اړتیا وړ لازمې مرستې ورسېږي دلته د امکاناتو اړتیا ځکه زیاته شوې چې د اړتیا کچه لوړه شوې ده."

د نوموړي په وینا هېواد په لېرې پرتو سیمو کې جنګ جګړې او په شاوخوا شلو ولایتونو کې وچکالۍ د دې سبب شوي چې په خلکو په تېره هم شتمنو د لا همکارۍ غږ وشي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه یو بې طرفه بشري بنسټ دی چې د طبیعي پېښو او جنګ جګړو په وخت کې د خلکو سره غیر نغدي او روغتیايي مرستې تر سره کوي.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې دوی د روان میلادي کال په لسو میاشتو د ۴۶ زره کورنیو سره مرسته کړې او د زړه د سوري په ناروغیو اخته نېږدې دوه زره ناروغانو درملنه يې کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه خلکو ته د رسېدو په خاطر په خلکو د بشر دوستانه مرستو دا غږ داسې مهال کوي چې له دې وړاندې ځينې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د بشري ناورین خبر ورکړی دی.

افغان حکومت بیا ویلي، د ساړه ژمي او وچکالیو له زیانمنو خلکو سره د مرستو په خاطر يې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ځينو هېوادونو سره یو بشپړ پلان جوړ کړی او په ځينو ولایتونو کې د مرستو دا لړۍ د دوی له‌خوا هم پیل شوې ده.

له دې سره د ذهنیت جوړولو د یوه مرکز مشر ډاکټر منصور مجاب وايي، په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې په خاطر د انګېزې رامنځته کولو لازمه اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي مجاب ازادي راډيو ته وویل:

"سره میاشت باید خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې د دوی مرستې پرځای رسېږي، بله دا چې خلکو ته باید انګېزه ورکړل شي، هغه حالات او موقعیتونه باید دوی درک کړي چې خلک هلته خیرات کوي د بېلګې په توګه د حج، عمرې او کربلا ته د تګ حالاتونه په همدې ډول د عُشر او زکات وختونه دي چې باید خلک تحریک کړي."​

دی وايي، رسنۍ؛ خلک او مشهورې څېرې د هڅونې د مرستو د راټولولو په کمپاین کې لازم رول لوبولی شي چې باید ورته پاملرنه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ