«IMF» د اوکراين لپاره د تازه پور ورکولو پلان تصويب کړ

د پيسو نړيوال صندوق يا «IMF» د اوکراين لپاره د ٣ اعشاريه ٩ میليارده ډالرو په ارزښت د تازه پور ورکولو پلان تصويب کړ.

دا د اوکراين د ولسمشر پترو پروشنکو لپاره د راتلونکي ميلادي کال د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې يوه کوچنۍ بريا ګڼل کېږي.

د پيسو نړيوال صندوق دغه پرېکړه پرون سې شنبه اعلان کړله چې تمه کېږي د دغو پيسو لومړى قسط به چې يو اعشاريه ٤ میليارده ډالره کېږي، د ډسمبر تر ٢٥مې پورې دغه هېواد ته ورکړل شي.

د دې ادارې مديره پلاوی وايي، د پاتې دوو نورو قسطونو د ورکړې په اړه به په راروانو مې او نومبر مياشتو کې پرېکړه وشي.

د پيسو نړيوال صندوق د ٢٠١٧ میلادي کال په اپرېل مياشت کې اوکراين ته خپله مالي مرسته د پراخو اقتصادي اصلاحاتو د عملي کولو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د کمزورو هڅو له کبله وځنډوله.