میثم: د حکومتي پلاوي او طالب استازو د مخامخ خبرو امکان زیات دی

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د پلاوي او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ مذاکرو د پیل امکان زیات دی.

د دې ادارې ویاند، امید میثم نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه ازادي راډیو ته وویل، د دې امکان ډېر دی چې بالاخره د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.

ښاغلی میثم زیاتوي:

"موږ امید لرو چې بالاخره، تر ډېرو کلونو جګړې وروسته، دواړه خواوې د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي."

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند، پرون په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په ابوظبي کې پر دې خبرې کېږي چې حکومت او طالبان څرنګه مخامخ خبرې کولای شي.

د دې شورا غړي، محمد امین وقاد نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په غوښتنه د کابل پلاوی نن ابوظبي ته تللی دی.

وقاد وویل:

"په‌دې کې به نن پر دې خبرې وشي چې داسې یو حالت رامنځته شي چې د طالبانو یو باصلاحیته پلاوی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته اماده شي."

د ارګ په وینا، له افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي، ابوظبي ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دې سفر ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي چې سوله را‌روانه ده.