د هرات چارواکي: د سوداګرو ښځو وضعیت مخ په ښه کېدو دی

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په‌دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د دغه خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډیو ته وویل چې د هرات ولایت ښځینه سوداګرې د خوراکي توکو، زعفرانو او لاسي صنایعو په برخه کې په فعالیت بوختې دي.

د ښاغلي غوثي په خبره، په دغه ولایت کې د سوداګرۍ خونې په پرانیستل کېدو سره د ښځینه سوداګرو په وضعیت کې د پام وړ ښه‌والی راغلی او تولیدي توکي یې له هېواده بهر هم نندارې ته وړاندې کېږي.

نوموړی وايي، تر دې مهاله د دوی سوداګریز توکي په هند، تاجکستان، ازبکستان او دُبۍ کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلی غوثي وايي، د سوداګریزو توکو د پلور له لارې په هرات ولایت کې د ښځینه سوداګرو په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی.