هېواد: د طالبانو او امریکا د خبرو لپاره ولې متحده عربي امارات غوره شو؟

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب د طالبانو، امریکایي چارواکو او د درېیو هېوادونو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شویو خبرو ته ځانګړي کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې د طالبانو، خلیل‌زاد او درېیو نورو هېوادونو ترمنځ خبرې د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي چې درې ورځې به دوام وکړي.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند طارق ارین په حواله لیکلي دي چې د ابوظبي په ناسته کې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو ګډون کړی دی او د افغانانو په مالکیت‌یې د سولې پر بهیر خبرې پیل کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د اجرائیه ریاست یو ویاند هم ویلي دي چې په دې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب د سولې دولس کسیز مرکچي پلاوي هم ګډون کړی دی.

خو ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د طالبانو د یو بیان په استناد لیکلي دي چې د دوی استازي د افغان حکومت له پلاوي سره نه‌ګوري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د خبرو د پیل په اړه د ملي شورا د غړو غبرګون راخيستی دی او لیکلي یې دي چې د شورا غړو د دغو خبرو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د ملي شورا ځیني غړي دغو خبرو ته په پام سره وایي چې جنګ او سوله د افغان حکومت په لاس کې نه‌دي، خو ځیني نور بیا وایي چې د سولې هڅې که د هر هېواد له‌خوا او په هره بیه چې وي، د افغانانو اړتیا ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو، امریکایي چارواکو، د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د استازو ترمنځ په دې ناسته کې چې پرون پیل شوې، په افغانستان کې د اوربند د اعلان، د زندانیانو د تبادلې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو د موجودیت پر څرنګوالي بحث کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې بحث کړی چې د پاکستان پر ځای ولې متحده عربي امارات د طالب استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ د خبرو لپاره غوره شو؟

ورځپاڼه لیکي چې د دې کار لومړی هدف دا دی چې پاکستان هڅه کوي چې په دغه مهم فرصت کې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره خپل پخوانی دریځ بیا تازه کړي او د عربي نړۍ چې پخوا یې د جهاد په نامه پاکستان ته زیاتې پیسې ورکولې او د افغان جګړې د حرام بللو وروسته بندې شوې، بیا ترلاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان دا هڅه هم کوي چې ځان ناپیلی او طالبان خپلواک وښيي، خو د ورځپاڼې په وینا، پاکستان د افغانستان په اړه خپل دریځ د طالبانو په خوله بیان کړی دی چې هغه د امریکا په مشرۍ له افغانستانه د نړیوال ملاتړ پای ته رسول دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو، امریکایي چارواکو او د درېیو نورو هېوادونو ناستې ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼه لیکي چې په دې ناسته کې د امریکا، سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو استازو برخه اخيستې ده، خو سره له دې چې اجرائیه ریاست یو ویاند په غونډه کې د ګډون په هدف د یو افغان پلاوي د سفر یادونه کړې، خو په غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب چا برخه نه‌ده اخيستې.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د شویو خبرو ټول جزئیات نه‌دي څرګند شوي، خو ویل کېږي چې په دې خبرو کې د سولې لپاره د عمل پر پلان، د بندیانو د تبادلې او د باور جوړولو پر پروسې خبرې شوې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ مخامخ ناسته خپله یو مهم پرمختګ دی او په‌کار ده چې دغه بهیر لا ګړندی شي او یوې داسې نتیجې ته ورسېږي چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.