له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر موافقې د جنورۍ په ۱۴مه رأیه اخیستل کېږي

د بریتانیا صدراعظمه وایي، له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو لپاره پر شوې موافقې به د دې هېواد په پارلمان کې د جنورۍ په ۱۴مه رأیه واخیستل شي.

له اروپایي اتحادیې د برېګزېټ یا د بریتانیا د وتلو د پروسې د پیلېدو لپاره ۱۰ اوونۍ پاتې دي، خو په دې برخه کې ستونزې او مخالفتونه په خپل حال پاتې دي.

ټاکل شوې چې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو د موافقې پر سر له څه باندې یوې میاشتې ځنډ وروسته د بریتانیا په پارلمان کې رأیه واخیستل شي.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې پرون دوشنبه په پارلمان کې وویل چې رأی‌ګیري به د جنورۍ په ۱۴مه وشي.

ترزا مې

دې وویل:

"پوهېږم چې دا د ټولو لپاره یوه بشپړه موافقه نه‌ده، دا یو جوړجاړی دی، خو که موږ پرېږدو چې د دښمن بشپړه موافقه یوه ښه موافقه شي، په هغه صورت کې موږ منو چې له یوې موافقې پرته له اروپایي اتحادیې ووځو."

ترزا مې په ټینګار ويلي چې د برېګزېټ موافقه به عملي کوي، خو پر نوموړې فشارونه هم په زیاتېدو دي.

یو شمېر مخالف سیاستوال د بلې ټولپوښتنې په ترسره کېدو یا هم په پارلمان کې د برېګزېټ پر سر د په ټپه درېدلي حالت د پای ته رسېدو لپاره له یوې موافقې پرته له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو لپاره پر رأیې اخیستو ټینګار کوي.

د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین چې د مې یو عمده سیاسي مخالف ګڼل کېږي، د پارلمان په غونډه کې د مې له‌خوا د برېګزېټ د موافقې پر سر د جنورۍ د ۱۴مې پر رأیې اخیستو خواشیني څرګنده کړه.

هغه وویل، د مې په کار کې د ځنډ په خاطر هغې ته د نه باور رأیې د طرحې وړانډیز کوي.

د بریتانیا حکومت او اروپايي اتحادیې تېره میاشت له دې اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو پر سر موافقه وکړه.

دغه موافقه د بریتانیا د پارلمان تصویب ته هم اړتیا لري.

منتقدین وایي مې په پارلمان کې په دې اړه د ډسمبر د ۱۰مې نېټې رأی‌ګیري هغو اندېښنو ته په پام شاته وغورځوله چې ښایي وکیلان‌یې رد کړي.

د بریتانیا صدراعظمې له هغې وروسته د دې لپاره چې د پارلمان اکثریت غړي دغې موافقې ته مثبته رأیه ورکړي، د اروپایي اتحادیې له یو شمېر مشرانو سره په لیدنو کتنو کې هڅه وکړي چې په هغې کې ځیني تغییرات راوړي، خو اروپایي مشرانو په خپل دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پر دغې موافقې له سره غور نه‌شي کولای.

ټاکل شوې چې د برېګزېټ موافقه د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۹مه عملي شي.