په مصر کې يو لرغونى معبد موندل شوى

ارشیف

په مصر کې يو لرغونى معبد موندل شوى چې ​د مصري لرغون‌پوهانو په خبره، دغه معبد چې د لرغوني يونان د فرعونيانو د دربار په لوى کاهن پورې اړه لري، په سقارا سيمه کې اهرامونو ته څېرمه ٤٤٠٠ کاله دغسې پروت و.

دغه معبد چې ډېر تخریب شوی نه‌دی، پر دېوالونو يې رنګه هيروګليف خطونه او د فرعونيانو تراشل شوې مجسمې ښکاري.

لرغون‌پوهانو دغه معبد د خپل ډول له مخې ډېر بې‌سارى بللى دى.

د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا مشر مصطفى وزيري په معبد کې دننه د دغه معبد او هلته د ليکل شويو خطونو او حکاکيو د تشرېح پر مهال وويل:

"دلته هغه متنونه ګورو چې ورځنى ژوند او د دې مقبرې يا معبد د خاوند د ژوند حال بيانوي، د بتانو جوړولو د صنعت په اړه معلومات راکوي، د شپېلۍ غږوونکي د کنسرت او د يوه تبعيد شوي کس حالت ښيي، دغه حکاکي شوي تصويرونه د کلالۍ صنعت او د قربانۍ ننداره وړاندې کوي، دوى ټول د لرغونې زمانې پخوانۍ ځانګړتياوې ښيي، په ځانګړي ډول د پنځمې کورنۍ خصوصيات بيانوي."

د دغه موندل شوي معبد د دېوالونو ډبرليکونه د فرعونيانو د پنځمې کورنۍ دود، دستور، رواجونه او نور هنرونه بيانوي.

پنځمه کورنۍ د فرعوني شاهانو هغه کورنۍ ده چې تر مخکېنيو کورنيو وروسته‌يې پر مصر واکمني درلوده.

د لرغونو اثارو د عالي شورا د علمي څانګې مشر محمد السعيدي وويل:

"د دې مقبرې يا معبد تر ټولو مهمه ځانګړتيا دا ده چې د قربانۍ وړاندې کولو مراسم ښيي، موږ يو سخندر چې دلته ولاړ دى، وينو چې د مقبرې خاوند هم ښکاري، عيناً لکه زموږ په وړاندې چې دا صحنه روانه وي، دوى په غټ حجم کې انځور شوي، دا حکاکي ډېره لويه ده، د مقبرې د خاوند نوم هم پر معبد حکاکي شوى دى، موږ له اوږدې مودې راهيسې داسې مجسمې نه‌وې موندلې."

د مقبرې پر بله خوا ٢٤ لويې مجسمې ښکاري چې پر يوه لويه ډبره د مقبرې د خاوند او د هغه د کورنۍ د غړو انځورونه تراشل شوي دي.

په مصر کې لرغون‌پوهان په پام کې لري چې په راروانو څو مياشتو کې د دې مقبرې شااوخوا ساحه ژوره وکېني او تمه لري چې ښايي نور لرغوني اثار او ساحې هم پيدا کړي.

دوى تمه لري چې ښايي وکړاى شي چې د نورو لرغونو اثارو تر څنګ، د مقبرې د خاوند تابوت پيدا کړي.